لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر نن په قاهره کې د اسرایل او فلسطین د شخړې د حل لپاره سرمشریزه غونډه را بللې


د شاوخوا یو درځن هېوادونو مشران او چارواکي نن د مصر په مرکزي ښار قاهره کې را غونډ شوي چې د اسرایل او حماس تر منځ جګړې د ختمولو په اړه بحث وکړي ځکه چې منځني ختیځ ته د دې جګړې د غزېدو ویره ده.

عرب مشرانو د حماس ډلې د حملو په ځواب کې په غزه ښار باندې د دوو هفتو راهیسې روانې اسرایلي بمبارۍ غندنه کړې او د اسرایل او فلسطینیانو تر منځ د تشدد ختمولو لپاره یې د سولې د تازه هلو ځلو غوښتنه کړې ده.

دا غونډه چې د مصر په کوربتوب جوړه شوې، د فلسطین، بحرین، کوېت، ایټلي، سپېن، یونان، کېنېډا، جرمني، فرانس، جاپان، برتانیې او یورپي اتحاد استازو پکې ګډون کړی دی، خو د اسرایل، امریکې او ایران استازي پکې نه شته.

د مصر صدر عبدالفتاح السیسي د غونډې په پرانیستونکې وینا کې د ورغلیو هېوادونو له استازو وغوښتل د داسې یوې تګلارې پر جوړولو دې ورسره ملګري شي چې په غزه پټۍ کې بشري ناورین ختم کړي او د اسرایل او فلسطین ترمنځ د سولې سبب شي.

د الجزیره د رپوټ له مخې ښاغلي سیسي ویلي، د دې تګلارې د جوړولو په هدفونو کې به غزې ته د مرستو رسول او د ډزبندۍ تړون شامل وي، چې وایي دا به وروسته د خبرو اترو له لارې د دواړو اسرایل او فلسطین د شخړې حل ته لاره هواره کړي.

غونډې ته په وینا کې د فلسطین د چارو سمبالوونکي صدر محمود عباس ویلي، "فلسطینیان به له خپلې خاورې نه ایستل کېږي، موږ به کله هم منتقلي ونه منو، که هر څومره چېلنجونه وي موږ به په خپله خاوره کې پاته کېږو".

د اردن پاچا عبدالله غونډې ته ویلي، چې د اسرایل او حماس په جګړه کې دواړو غاړو ته د ټولو ملکي وګړو ژوند مهم دی، هغه په غزه کې د اسرایلي ځواکونو بمبارۍ "بې رحمه او غیرمعقول" بللې دي:

"دا د محاصره شويو او بې وسه خلکو یوځایي سزا ده. دا د بشردوستۍ د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده. دا یو جنګي جرم دی".

په دې سرمشریزه غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي‌ مشر انتونیو ګوتېریش هم ګډون کړی، چې پرون د مصر او غزې تر منځ رفح پولې ته ورغلی وو او د ده په غوښتنه او ټینګار نن د شنبې- خالي په ورځ دا پوله پرانیستل شوې او د مرستو له سامانونو ډک ټرکونه غزې ته روان شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG