لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټيټ بینک:سږکال به پاکستان کې ګراني راکمه شي


State Bank of Pakistan
State Bank of Pakistan

د پاکستان مرکزي بینک وایي تېر مالي کال کې دهیواد اقتصاد د ګڼو چیلنجونو یا ننګونو سره مخ پاتې شوی ؤ اؤ ګراني زیاته شوې وه خو وایي سږکال به ګرانۍ کې کمی وشي.

دپاکستان اسټیټ بینک د ملک د معاشي کارکردګۍ په اړه دکال 23-2022 کلیز رپورټ خپور کړی چې هغې کې ویل شوي د روس اؤ اوکراین د جګړې له امله د مالي کال 22ءم په وروستیو شپږو میاشتو کې د هیواد اقتصاد د ګڼو چیلنجونو سره مخ پاتې شوی ؤ.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په کوم حساب سره چې د هیواد ابادي سېوا کېږي نو په هغه شرحې سره یې اقتصاد وده نه کوي چې په راتلونکي کې په بې رورګارۍ او غريبۍ کې د لا نورې اضافې سوب ګرځي.

د اسټیټ بینک رپورټ وایي بل لوري ته د راغلي سیلاب له امله هم اقتصادي فعالیتونه اغېزمن شوي وؤ اؤ مالیاتي عدم توازن پراخه شوي و چې له امله یې اوسط ګراني څو لسېزو لوړې کچې ته ورسیدله.

رپورټ کې ویل شوي چې تېر مالي کال کې د کرنټ اکاونټ خساره زیاته کمه شوې خو د بهر نه د پیسو راتګ کې د کمي له امله د اسټیټ بینک د بهرنیو اسعارو ذخیرې هم کمې شوې.

رپورټ زیاتوي چې دمالي کال 23-2022م په وروستیو کې په معیشت کې د ښه والي راتلو نښې لیدل شورو شوې اؤ د آی ایم اېف نه د دریوؤ اربو ډالرو په ترلاسه کېدو بهرنۍ څانګه کې د خطرو په کمېدو کې مرسته ترلاسه شوه.

اسټيټ بینک پخپل رپورټ کې ویلي دي چې د ولسي څانګې یا پبلک سیکټر د شرکتونو کارکردګي په مالیاتي وسیلو بوج ده اؤ ددې له امله ترقیاتي لګښتونو لپاره ګنجایش په ختمېدو شوی دی.

رپورټ وایي چې په درامداتو د تکیې کمولو اؤ نرخونو کې د استحکام راوستو لپاره زرعي څانګه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د روان مالي کال په اړه رپورټ کې د لګول شوؤ اندازو له مخې د پومبې اؤ وریژو په پېداوار کې د متوقع بحالۍ له امله به مالي کال 2024م کې زرعي امدن سیواکېدو کې مرسته ترلاسه شي.

مرکزي بینک روان مالي کال کې د حقیقي جي ډي پي د شرحه نمو د دوؤ نه تر دریوؤ فیصدو د پاتې کېدو اټکل کړی دی .

اسټيټ بینک هیله ښکاره کړې ده چې د اهمو فصلونو په پېداوار کې د اضافي سره به ګراني راکمه شي اؤ د20 نه تر 22 فیصده به پاتې شي.

تر دې وړاندې د اکتوبر په میاشت کې نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف پخپل رپورټ کې په سږني کال کې د پاکستان د اقتصاد د 2.5 فيصده شرحې سره د ودې اټکل کړی و او ویلي یې وؤ چي په روان مالي کال کې به د ګرانۍ کچه هم 23.6 فيصده وي.

بینک ویلي هیله ده چې مالي کال 2024م کې به د کرنټ اکاونټ خساره د جي ډي پي د 0.5 نه تر 1.5 فیصدي ترمینځه پاتې شي.

رپورټ کې اندازه لګول شوې ده چې مالي کال 2024م کې به درامدات 52 اربه اؤ برامدات 29 اربه ډالر وي اؤ دمالي خسارې د جي ډي پي د 7 نه تر 8 فیصدو د پاتې کېدو اندازه لګول شوې ده

همدا شان رپورټ کې ویل شوي چې روان مالي کال کې به د سمندر پورې پاکستانیانو له لوري ملک ته 26 اربو ډالرو پورې ترسیلات زر راولیږل شي

نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف د نړیوالې اقتصادي منظر نامې په اړه پخپل وروستي رپورټ کې په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې تر 2.5 فيصده پورې د رسېدو اټکل کړی دی او ویلي یې دي چي په کال 2028م کې ددې هېواد د اقتصادي ودې کچه به تر 5 فيصدى پورې رسېدای شي.

اقتصادپوهه ډاکټر ساجد امين د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي "که مونږ دا تسلیم کړو چې راروان پينځه کاله پس به د پاکستان اقتصاد د 5 فيصدى شرحې سره وده وکړي خو يوه خبره یاد ساتل پکار دي چې خلکو ته روزګار ورکولو لپاره باید چې اقتصاد د 7 او 10 حساب سره وده وکړي، ځکه چې زموږ اقتصادي وده د روزګار پېدا کولو کم توان لري"

نړيوالې مالياتي ادارې د لومړي مالي کال 2023 لپاره په پاکستان کې د ګرانې تخمينه 27 فيصدى لګولې وه خو دې ته یې د بيا کتنې په ترڅ کې دا کچه 29.2 فيصدي ته جګه کړې ده او په ګوته کړې یې ده چې د روان مالي کال په پائ کې د ګرانې کچه 17.5 فيصدي ته ښکته کېدای شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG