لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له یو جنرل سره خپل سلاکاران او دفاعي سیسټم په جنګي پلان کې د مرستې لپاره اسرایل ته لېږلي


پېنټاګان د جګړې په پلان جوړولو کې د مرستې لپاره د ښاري جګړو د ماهر د سمندري ځواکونو د یوه جنرال په ګډون پوځي سلاکاران اسرایل ته لېږلي دي، بلې خواته د فرانس صدر ایمانویل میکرون هم د خواخوږۍ او په غزه کې د عامو خلکو د ژغورنې د هڅو لپاره اسرایل ته رسېدلی دی.

امریکا پر غزې پټۍ د اسرایلو تر ممکنه مځکنیو بریدونو مخکې منځني ختیځ‌ ته خپل نوی فضایي دفاعي نظام لېږي، خو ورسره واشنګټن د خپلې عملې د ژغورنې هڅه هم کوي چې له تېرو څو ورځو له بریدونو سره مخ ده.

فرانس هم د خپلې دفاع لپاره د اسرایل ملاتړ ښکاره کړی او روانه اوونۍ یې اعلان وکړ چې فلسطیني وګړو ته به د بشري مرستو یوه بیړنۍ الوتکه ولېږي.

د اسرایل پوځ ویلي، د نهې- سه شنبې په ورځ یې هم په غزه باندې هوایي‌ بریدونو ته دوام ورکړی او وایي د حماس د فعالیت څو مرکزونه یې هم ویشتلي چې وایي د دې ډلې یو شمېر مرستیال کمانډران یې پکې وژلي دي.

په امریکایي عملې باندې د بریدونو په ځواب کې پېنټاګان اعلان وکړ چې د پېټریاټ میزایلو دفاعي سیسټم د څو ډلو او د لوړوالي د ځای ټرمینل های دفاعي سیسټم له لېږلو سره سره آیزن هاور بریدګره ډله په منځني ختیځ کې پر ځای کوي.

د دې سلاکارې ډلې په مشرۍ کوونکو افسرانو کې یو د امریکې د سمندري ځواکونو لېفټیننټ جنرل جېمز ګلین دی چې تر دې مخکې یې د عراق په فلوجه کې په ښاري سیمو کې د داعش ډلې خلاف په ځانګړو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

دا خبره یوه امریکایي چارواکي له دې کبله د نوم نه څرګندولو په شرط کړې چې د جنرل ګلین د رول په اړه د خبرو واک ورسره نه وو.

دغه چارواکي ویلي جنرل ګلین به یواځې اسرایلي پوځ ته مشورې ورکوي چې په ښاري‌ جګړه کې د عامو خلکو مرګ ژوبله کمه شي او وایي لېږل شوي امرکایي سلاکاران به خپله په جګړه کې برخه نه اخلي.

اسرایل د غزې د شمال په داسې چاپیریال کې پراخو مځکنیو عملیاتو ته تیارۍ کوي چې حماس پکې کلونه د ټنلونو نیټورکونه جوړ کړي او په ښاري بلاکونو کې یې جالونه خپاره کړي دي.

د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، ګلین او نور پوځي افسران چې اسرایلو ته سلا مشورې ورکوي، "د هغسې عملیاتو مناسبه تجربه لري چې اسراییل یې کوي".

دا پوځي ډله د پېنټاګان له هغو چټک حرکت کوونکو ډلو څخه ده چې هڅه کوي د اسرایل او حماس تر منځ د جګړې مخه ونیسي چې د منځني ختیځ نورو سیمو ته پسې پراخه نه شي.

امریکايي چارواکي وايي، اسرایلو ته یې مشوره ورکړې پر غزې پټۍ خپل پلان کړي مځکني بریدونه دې وځنډوي چې د یرغمل شویو کسانو د را خوشي‌ کېدو په اړه له حماس سره خبرو ته نور وخت ورکړل شي. وایي کېدای شي دا مځکني بریدونه د یرغمل شویو کسانو په اړه هر ډول مذاکرات لا نور پېچلي کړي.

اسرایلو تر ممکنه مځکنیو عملیاتو مخکې د غزې پولې ته نیژدې درې لکه پوځیان پر ځای کړي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، په غزه کې د دوو اونیو په جګړو کې د وژل شویو کسانو شمېره 5,087 تنو ته رسېدلی او د ټپیان شمېر تر 15,273 زیات شوی دی.

د اسرایلي ځواکونو بریدونو په غزه کې زرګونه ودانۍ تباه کړې دي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي 1.4 میلینه یعنې څورلس لکه خلک بې ځایه شوي دي.

یادونه:- د دې خبر ډېر معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG