(وي او ای) - نزدې درې اونۍ وروستو د امريکا د مهم پارلمان، هاوس اف رېپرېزېنټېټيو د سپيکر انتخاب وشو چې د ټاکنې د ځنډ وجه يې د څېړنکاروانو په وينا د ريپبلېکن ګوند خپلمنځي اختلافونه وو.
په هاوس کې اکثريت لرونکی ګوند ريپبلېن 221 منتخب استازي لري او واکمن ګوند ډيموکريټس 212 غړي لري.
د مايک جانسن د نامزدګۍ نه وړاندې د ريپبلېکن ګوند په خپلمنځي ټاکنو او ناستو کې د دريو نورو نومونو انتخاب شوی و خو هغو د اکثريت د رايې ګټلو ډاډ نه لرلو نو ځکه د سيالۍ نه ووتل.
د سپيکر د څوکۍ خالي پاتې کېدل د امريکا په ايين او قانون کې په دې معنا شي چې حکومت تر ډېره د بهرنۍ چارو په مخکې وړلو کې په قانوني توګه بې لاسو بې ښپو وي او دا حالت په داسې وخت کې په سر دی چې د امريکا حکومت هم اوکرين او هم اسرايل سره په روانو شخړو کې مالي مرستو کولو ته اړ او ژمن دی.
مايک جانسن د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نزدې تن او د کال 2020 انتخابونو د نتيجو نه منلو په سر د ټرمپ پلوي پېژندلی شي.
د امريکا د ميډيا ترمخه جانسن يو سخت دريځه سياستمدار دی او د امريکا په پارلماني تاريخ کې د کال ٠1900 نه په دېخوا تر ټولو ځوان تن دی چې د سپيکر په مهمه څوکې کيني.
ښاغلي جانسن د خپل انتخاب وروستو په خپله وينا کې وويل “دا د ژوند کې لوی عزت دی”.
جانسن يو پنځوست کلن دی او د امريکا د پارلماني تاريخ د 56 سپيکرانو د ځوان سپيکرانو د جملې نه په دريم نمبر دی چې دې څوکۍ ته وختلو.
Forum