واشنګټن – که څه هم د حماس او اسرایلو ترمنځ په غزه کې جګړه روانه ده، د امریکا ولسمشر جو بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له دې خبرې یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړ چې اسرایل او فلسطین باید دوه جلا خپلواکه دولتونه وی، هغه هیله چې امریکا یې د اوږده وخت راهیسې لري.
بایډن په سپینه ماڼې کې یوې خبري غونډې ته وویل، "د فلسطینیانو له هیلو سترګې نشي پټېدای. اسرایلیان او فلسطینیان دواړه حق لري چې د یو بل ترڅنګ په عزت، خوندیتوب او سوله کې ژوند وکړي."
بایډن وویل، دی خبر دی چې "توندلاري اوسېدونکي" د اسرایلو تر واک لاندې لویدیځه غاړه کې پر فلسطینیانو بریدونه کوي. هغه دې ته "په اور باندې د تېلو پاشل" وویل او زیاته یې کړه چې توندلاري "په فلسطینیانو باندې په هغو ځایونو کې بریدونه کوي چې دوی باید هلته و اوسي."
بایډن همدارنګه له ۲۰۰ څخه د زیاتو تښتول شویو اسرایليانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه وښودله په کومو کې چې باور دی ځینې امریکایان هم دي او حماس پر اسرایلو باندې د اکټوبر د اومې نېټې په برید کې نیولي وو.
بایډن وویل، "له شک پرته چې هغوی په خطر کې دي." او زیاته یې کړه، "که مونږ یې بهر وویستلی شو نو باید دا کار وکړو."
حماس په دې وروستیو کې څلور تښتولي کسان خوشې کړي دي چې پکې یوه امریکایۍ مېرمن او د هغې لور هم ده.
خو د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې د نورو خوشې کېدل به څومره سخت وي.
په بیان کې راغلي، "تاسو فکر کولای شئ چې دا څومره سخت دي." او زیاتوي، "مونږ له اسرایلو، مصر او حماس سره معامله کوو او مونږ له حماس سره نیغ په نېغه خبرې نه کوو. مصر حماس ته پیغامونه استولی شي. قطر حماس ته پیغامونه استولی شي. خو تاسو فکر کولی شي چې هر وړوکی کار څومره ستونزمن دی. هره یوه وړه برخه یې ستونزمنه ده."
په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر لږ تر لږه ۶۵۴۶ تنو ته رسېدلی چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
په اسرایلو د حماس د اکټوبر د اومې په برید کې تر ۱۴۰۰ زیات اسرایلیان وژل شوي وو.
خو بایډن ویلي، دی "د حماس د مرګ ژوبلې په اړه هیڅ ډاډ نه لري."
بایډن وویل،
"زه هیڅ ډاډ نه لرم چې فلسطینیان دې ریښتیا ووايي چې په کوم شمېر خلک وژل شوي." او زیاته یې کړه، "زه باور لرم چې بې ګناه انسانان وژل شوي. او دا د جګړې کولو بیه ده."
د اسرایلو پوځ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی د غزې په پټۍ کې د حماس په جنګیالیو باندې هوايي بریدونه ترسره کړي او دغه ډول په سوریه کې یې ددغې ډلې په پوځي مرکزونو باندې بریدونه کړي.
پوځ ویلي، په غزه کې د دوی په بریدونو کې د حماس تونلونه، د وسلو زېرمې او د توغندیو د ویشتلو مرکزونه په نخښه شوي دي.
د سوریې دولتي رسنۍ ویلي، چې د اسرایلو په بریدونو کې د سوریې اته سرتیري وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي دي.
د اسرایلو پوځ ویلي، دوی دغه هوايي بریدونو د هغو راکټي بریدونو په ځواب کې کړي کوم چې له سوریې څخه د اسرایلو پر لور توغول شوي وو.
له پولې پورې غاړه له دغو بریدونو سره داسې وېرې زیاتې شوې چې د اسرایلو او حماس جګړه به په پراخه سیمه کې خپره شي.
اسرایلو په لیبنان کې ایران پلوې حزب الله ډلې ته خبرداری ورکړی چې له دې جګړې سره دې نه یوځای کېږي.
د حزب الله رهبر حسن نصرالله د شورو یا چهارشنبې په ورځ د خبرو لپاره د حماس د مشرانو کوربتوب کړی.
په یو بیان کې راغلي، دغو رهبرانو په دې خبرې کړي چې د "د غزې د مقاومت" د بریا ترلاسه کولو لپاره باید څه وکړي.
Forum