واشنګټن – ملګروملتونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د غزې په پټۍ کې بشري ناورین یو "بي ساري حالت" ته رسېدلی او اسرایلو د ملګروملتونو له مشر څخه د هغه د پرونیو څرګندونو پرسر د استعفا غوښتنه کړې.
"د ملګروملتونو ویاند سټیفن ډوجارېک خبریالانو ته ویلي، "د ملګروملتونو د مرستو او کار ادارې (UNRWA) چې په غزه کې تر ټولو ستره بشري مرستندویه اداره ده خبرداری ورکړی چې دوی به مجبوره شي چې نن شپه ټول عملیات ودروي."
هغه وویل، روغتونونه بندېږي ځکه د سون توکي، اوبه، طبي وسایل او کارکونکي نه لري. تېل زښت زیات کم شوي او یواځې په ډېرو مهمو ودانیو کې کارول کېږي.
ملګري ملتونه څلور لکه لیټره تېل لري چې د څو ورځو راهیسې غزې ته له مصر څخه په رفعه پوله باندې تېرېدو ته انتظار باسي.
تر اوسه پورې اسرایلو د خوندي انتقال په اړه امنیتي ضمانتونه نه دي ورکړي او دلیل دا یادوي چې حماس ترې په زیاته اندازه تېل ترلاسه کوي او پر حماس تور لګوي چې له دغو تېلو څخه لږ تر لږه یوه اندازه یې پوځي موخو ته اړوي.
په ورته وخت کې خواړه هم په کمېدو دي:
ډوجېرېک وویل، "د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) اټکل کوي چې غزې ته د ضروري خواړو اوسنی اندازه انتقال کابو ۱۲ ورځو ته کافي دی. او په دوکانونو کې موجوده مال یواځې پنځه ورځې دوام کولای شي."
هغه وویل، د اوبو حالت هم ډېر سخت دی او خلک د ساګانو اوبه څښي چې ملګري ملتونه وایي، زیاته مالګه لري او روغتیا ته ضرر رسوي.
په غزه کې ۲.۲ میلیونه خلک اوسېږي او ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر ۱.۴ میلیونو زیات یې د اسرایلو په ښارونو باندې د حماس د اکټوبر له اومې نېټې بریدونو او جګړې وروسته بې ځایه شوي دي.
له هغې راوروسته اسرایل په غزه کې د حماس په اهدافو باندې بمباري کوي او د حماس تر ولکې لاندې سیمه یې کلابنده کړې.
د نړیوالو لخوا تر دوه اونیو مذاکراتو وروسته د شنبې یا خالي په ورځ غزې ته په محدود اندازه اوبه، خواړه او درمل پرېښودل شوي دي.
د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش د نهې یا سې شنبې په ورځ امنیت شورا ته ویلي وو چې تر اوسه پورې شوې مرسته "د اړتیاو په سمندر کې یو څاڅکی مرسته" ده.
د امنیت شورا به یو ځل بیا د جګړې د یو ډول درېدو لپاره یوه مسوده جوړه کړي چې تاوتریخوالی یو څه راکم او مرسته دننه لاړه شي.
تېره اونۍ غزې ته د مرستو د رسولو لپاره د مسودې د جوړېدو لپاره دوه هڅې ناکامې شوې وې یوه هغه وخت ناکامه شوه چې د امریکا لخوا ویټو کړای شوه.
تمه ده د امنیت شورا غړي به د شورو یا چهارشنبې ناوخته په دوو نورو مسودو باندې رایه ورکړي چې یوه د امریکا لخوا ده د "بشري وقفو" او بله د روس لخوا د یو بشري "اوربند" لپاره وړاندې شوي.
Forum