لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس او چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د غزې د ناورین په اړوند د امریکایي قرارداد مسوده ویټو کړې ده


روس اؤ چین د شورو-چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غزه په هکله د امریکې قرارداد مسوده "ویټو" یا رد کړې ده.

د رویټرز خبري شبکې له مخې د امریکې لخوا د امنیت شورا کې وړاندې کړل شوي د قرارداد مسوده کې غزه ته د بشري مرستو رسولو لپاره د تشدد درولو غوښتنه شوې وه.

روس،چین اؤ متحده عرب اماراتو د امریکې له لوري وړاندې کړل شوې دغه مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ برازیل اؤ موزمبیق د مسودې وړاندې کولو په موقعه غیر حاضر پاتې شوي دي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د روس اؤ برازیل لخوا د حماس اؤ اسرایل د جنګ بندۍ اؤ په غزه کې را ایسارو خلکو ته د مرستو رسولو په اړوند وړاندې کړل شوي دوه قراردادونه امریکې ویټو کړي وؤ.

د روس لخوا د وړاندې کړل شوي قرارداد چین، روس ، متحده عرب امارات اؤ ګبون ملاتړ کړی ؤ اؤ امریکې اؤ برتانیې ورسره مخالفت ښودلی ؤ.

په دغه موقعه البانیه، ایکواډور، فرانس، ګهانا، جاپان، مالټا، موزمبیق اؤ سویټزر لېنډ غیر حاضره پاتې شوي وؤ.

د برازیل د قرارداد وړاندې کېدو په موقعه په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفيرې لينډا تومس ګرینفيلډ ویلي وؤ، امریکا په امنیت شورا کې دغه قرارداد ځکه ويټو کوي چې په دې کې د اسرايل د دفاع د حق يادګېرنه نه ده شوې.

د برازيل په قرارداد رایه شمارۍ کې د امنیت شورا په 15 کې 12 غړو د قرارداد ملاتړ کړی و، روس او برتانیې پکې برخه نه وه اخستې او امریکې ویټو کړی ؤ.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د قرارداد منظورولو لپاره لږ تر لږه د نهو غړو ملاتړ ترلاسه کول ضروري وي.
خبري اژانس ای ایف پي د چهارشنبې په ورځ ویلي وؤ امریکې اوس د امنیت شورا لپاره یو نوی قرارداد چمتو کړی دی چې پکې د اسرایلي وګړو اؤ فلسطینیانو په وژنو د افسوس څرګندونه شوې ده.
ای ایف پي ویلي وؤ په دغه قرارداد کې هر ریاست ته په فطرې توګه د خپلو وګړو اؤ ملک د دفاع د حق ترلاسه کېدو یادونه شوې اؤ هم پکې د نړیوالو قوانینو د خیال ساتو ذکر شوی دی.

ددې نوي قرارداد په اړه د امریکې خارجه وزیر انتوني بلنکن تېره ورځ ویلي وؤ چې په دې وروستیو کې د امنیت شورا د غړو کومې حقیقي رایې مخې ته راغلي دي هغه په دې قرارداد کې شاملې کړل شوي دي.

امریکا، چين، فرانس، روس او برتانیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مستقل غړي دي اؤ مستقل غړي کولی شي چې قرارداد ويټو يا رد کړي او کارروايي پرې ودريږي.

ملګروملتونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د غزې په پټۍ کې بشري ناورین یو "بي ساري حالت" ته رسېدلی دی.

د ملګروملتونو ویاند سټیفن ډوجارېک خبریالانو ته ویلي، "د ملګروملتونو د مرستو او کار ادارې (UNRWA) چې په غزه کې تر ټولو ستره بشري مرستندویه اداره ده خبرداری ورکړی چې دوی به مجبوره شي چې نن شپه ټول عملیات ودروي."

هغه وویل، روغتونونه بندېږي ځکه د سون توکي، اوبه، طبي وسایل او کارکونکي نه لري. تېل زښت زیات کم شوي او یواځې په ډېرو مهمو ودانیو کې کارول کېږي.

ملګري ملتونه څلور لکه لیټره تېل لري چې د څو ورځو راهیسې غزې ته له مصر څخه په رفعه پوله باندې تېرېدو ته انتظار باسي.

تر اوسه پورې اسرایلو د خوندي انتقال په اړه امنیتي ضمانتونه نه دي ورکړي او دلیل دا یادوي چې حماس ترې په زیاته اندازه تېل ترلاسه کوي او پر حماس تور لګوي چې له دغو تېلو څخه لږ تر لږه یوه اندازه یې پوځي موخو ته اړوي.

د اکتوبر په اوومه حماس په اسرایل برید کړی ؤ چې د رپورټونو له مخې په دې برید کې د بهرنیو په ګډون 1400 اسرایلیان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور بیا حماس د ځان سره بوتللي اؤ‌ یرغمال کړي‌ دي.

د حماس د برید نه وروسته په ځوابي توګه اسرایلي پوځ په غزه کې پرله پسې بریدونه کړي دي اؤ رپورټونه وایي په دې بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر لږ تر لږه 6546 تنو ته رسېدلی چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG