لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزې خبریال د اسرایلو په هوايي برید کې د خپلې کورنۍ له وژل کېدو ورځ وروسته بېرته کار پیل کړی


 د الجزېرې خبریال الدحدوح چې روغتون ته له رسېدو سره خپل وژل شوی ځوی، لور او ښځه ویني.
د الجزېرې خبریال الدحدوح چې روغتون ته له رسېدو سره خپل وژل شوی ځوی، لور او ښځه ویني.

واشنګټن – په غزه کې د الجزیرې د دفتر مشر وایل الدحدوح یوه ورځ وروسته له دې چې کورنۍ یې د اسرایلو په هوايي برید کې ووژل شوه بېرته کار پیل کړی.

د نوموړي مېرمن، ځوی او لور د اسرایلو په هغه هوايي برید کې وژل شوي چې د غزې په مرکز کې په نصرت نومي کمپ کې د دوی په کور شوی. په دغه برید کې د الدحدوح لمسی او د کورنۍ اته نور غړي هم وژل شوي.

دوی یاد کمپ ته وروسته له هاغې ورغلي وو چې اسرایلو د اکټوبر په ۱۳ نېټه خبرداری ورکړی چې د غزې د شمالي نیمې برخې خلک دې جنوب لوري ته کډه شي.

دغه تراژيدي هغه خطرونه څرګندوي چې د اسرایل او حماس د جګړې د پوښښ پر وخت ورسره خبریالان مخامخ دي.

د یاد هوايي برید وروسته الجزیرې هغه ویډیو خپره کړې په کومه کې چې دحدوحه په دیر البلاح کې د الاقصا د شهیدانو روغتون (Al-Aqsa Martyrs Hospital) ته داخلېږي او خپله وژل شوې ښځه، ځوی او لور ویني.

هغه له روغتون څخه د وتلو پر وخت الجزیرې ته وویل، "هغه څه چې شوي واضح دي. دا په ماشومانو، ښځو او ملکیانو باندې منظم هدفي بریدونه دي. ما همدا اوس له یرموک څخه د ورته برید په اړه راپور ورکاوه. اسرایلو د نصرت په ګډون په ګڼو ځایونو باندې بریدونه کړي."

قطر مېشتې الجزیرې په یو بیان کې ویلي، "الجزیره په غزه کې د ملکیانو وژنه په کلکو ټکو غندي د کوم په ترڅ کې چې د دحدوح کورنۍ او ګڼ نور هم وژل شوي دي."

په غزه کې د الجزیرې خبریاله یومنا السید وايي، "دا ډېره زړه ماتونکې ده چې د وایل د کورنۍ په اړه راپور ورکوو او وینو چې هغه څومره مات شوی. هغه مونږ ټول اراموي او له مونږ سره د یو مشر ورور په څېر خبرې کوي نه د یو بیروچېف په څېر."

د خبریالانو د ژغورنې کمېټه وايي، تر زیارت یا پنجشنبې پورې په دغه جګړه کې لږ تر لږه ۲۷ خبریالان وژل شوي چې ۲۲ یې فلسطینیان، څلور اسرایلیان او یو لیبنانی و.

د اسرایلو حکومت تېره اونۍ داسې بېړني اصول تصویب کړل چې کېدای شي په ترڅ کې یې په اسرایلو کې د الجزېرې خپرونې بندې شي.

د اسرایلو د اطلاعاتو وزیر شلومه کارهې الجزیرې ته د حماس ژبه او پروپاګنډې نوم ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د قطر له وزیر اعظم څخه غوښتي چې په غزه کې د الجزېرې بیانونه دې برابر کړي.‌

الجزیرې ته د قطر د حکومت لخوا پیسې ورکول کېږي خو په خپلواکه توګه خپرونې کوي.

الجزیرې تر اوسه پورې په دې اړه د تبصرې کولو لپاره د امریکا غوښتنې ته ځواب نه ورکړی.

په اسرایلو باندې د اکټوبر په اومه نېټه د حماس په برید کې ۱۴۰۰ اسرایلیان وژل شوي وو.

د دې په غبرګون کې اسرایلو په غزه باندې بریدونه پيل کړل چې په ترڅ کې یې تر اوسه پورې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر لږ تر لږه ۷۰۰۰ تنو ته رسېدلی چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG