د اسرایل لخوا په غزه کې د حماس ډلې ختمولو پرضد روانو عملیاتو او جګړه کې د عامو خلکو د زیاتیدونکې مرګ ژوبل وروسته اردن د جنګ بندۍ غوښتنه کونکي عرب هیوادونو مشري کوي. په عرب هیوادونو کې څیړونکو خبرداری ورکړی، دا روانه شخړه سیمه ییزې لانجې ته غځیدی شي. د اسرایل د سولې ملګري اردن او مصر بیا خپلو هیوادونو ته د بې کوره فلسطینیانو ورتګ رد کړی.
د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل ناڅافي برید په ځواب کې اسرایل ژمنه کړی چې حماس ډله به ختموي. دغه ډلې اسرایل، امریکا او اروپايي اتحاد یوه ترهګره ډله ګرځولې. د اسرایل لخوا د حماس پرضد پېل شوې جګړې وروسته په غزه کې د عامو فلسطینانو مرګ ژوبله سېوا شوې او یو بشري ناورین رامنځ ته شوی.
د اردن پخواني خارجه وزیر مروان مشعر روانه اونۍ یوې غونډې ته د وینا په وخت ویلي وو، د حماس وسله والو د منځه وړل به یو ګران کار وي ځکه ٫٫ حماس اوس د یو تحریک پرځاې یوه نظریه جوړه شوې.٬٬ نوموړي دغه انلاېن غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی ٫٫ که د حماس وسله واله مشینري ختمه کړی شي، زه ویریږم چې د حماس ګڼې نورې ډلې به راپیدا شي.٬٬
٫٫ پوځي حل د دې قسمه شخړو حل نه دی، یواځې سیاسي حل داسې کشالې حل کولی شي. خو د سیاسي پروسو لویه ستونزه دا وي چې دا نه معلومیږي چې څوک به یې مشري کوي.٬٬
ښاغلي مشعر خبرداری ورکړی که اسرایل د سولې خبرو اترو ته نه کښیني او یا د فلسطین ریاست نه مني او نه په خپل هیواد کې فلسطینیان قبلوي، په لویه کچه به فلسطینیان اردن او مصر ته کډه کوي، کومه چې د قبلولو وړ نه ده. نوموړي ویلي ٫٫ د مصر او اردن دلیل دا دی چې که چرې اسرایل دغه دواړه خبرې نه مني بیا یواځینۍ لار هم دغه پاتې کیږي چې فلسطینیان مصر او اردن ته کډې وکړي. او دغه زمونږ لویه اندېښنه ده.٬٬
د مصر پخواني قانون دان امر حمزوی بیا دغه غونډې ته ویلي چې مصر د غزه اولس ته د مرستو رسولو لپاره کار کوي، ٫٫خو په لویه کچه د فلسطینیانو بې کوره کیدو حالت به ویرونکی وي.٬٬
نوموړي زیاته کړې ٫٫ د مصر د حکومت حیثیت ښکاره دی. مونږ به د اسرایل د ستونزې حل کولو لپاره د خپل هیواد سالمیت او یا خپلې پولې په خطر کې نه اچوو. که اسرایل د دوه ریاستونو حل نه قبلوي، د غزه محاصره نه ختموي او یواځې د فلسطین د مسلې نه ځان خلاصول غواړي.٬٬
د زیارت / پنجشنبې په ورځ د مصر، اردن، کوېت، بحرین، مراکش، عمان، قطر، سعودي عربستان او عرب اماراتو خارجه وزیرانو د دوي په وینا په غزه کې د ولسي خلکو وژنه غندلې او دغه کار یې د نړیوال قانون سرغړونه بللې.
دوي زیاته کړې چې د اسرایل د خپلې دفاع حق دا اجازه نه ورکوي چې د فلسطینیانو حقونه دې ونیسي او نړیوال قانون دې مات کړي. دغه وزیرانو د روانې جګړې په سیمه ییزه لانجه کې د بدلیدو خبرداری هم ورکړی.
د اسرایل د دفاع وزیریاو ګېلانت بیا یو خبري غوندې ته د وینا په وخت ویلي، ٫٫اسرایل په غزه کې د جنګ غځولو هیڅ نیت نه لري.٬٬
Forum