لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اواران: "ترهګرو" سره نښته کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځ د اتوار/ يکشنبې په ورځ ویلي، د بلوچستان صوبې په اواران ضلع کې یې د ترهګرو سره نښته شوې، دوه پوځيان او دوه ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه، پوځ ویلي، نښته د اواران په خورو علاقه کې شوې ده.

پوځ ویلي، د ترهګرو ځای په موثره توګه په نخښه کړی شوی، دوه ترهګر وژل شوي او دوه نور ژوبل کړی شوي دي.

خو د ډزو په تبادله کې د پوځ 37 کلن نايب صوبېدار اصف عرفان او 22 کلن سپاهي عرفان علي ژوبل شوي او وروسته یې ژوند د لاسه ورکړی دی.

پوځ د سيمې څخه د هر ډول ترهګرۍ د پاکولو ويلي او زياته کړې یې ده، امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ ختمولو دپاره پرعزم دي.

اواران د بلوچستان صوبې د تربت، واشک او پنجګور سره نزدې پرته علاقه ده.

د پوځ د تازه عملياتو په اړه تراوسه چا څه نه دي ويلي او نه یې کومې ډلې زمه واري قبوله کړې ده.

خو په دغو سيمو کې د زياترو بريدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني.

د پاکستان بلوچستان صوبه د اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخ ده.

په وروستيو کې د بلوچستان د کورنیو چارو محکمې په یو رپورټ کې ویلي د تېر کال په مقابل کې سږ کال په صوبه کې د ترهګرۍ په پېښو کې اته فیصده او په مرګ ژوبلو کې 52 فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د رپورټ ترمخه د 2023م د ستمبر تر مياشتې پورې په ټوله صوبه کې د ناامنۍ په 313 پېښو کې 182 تنه وژل شوي او 321 ټپيان شوي وو.

په رپورټ کې ويل شوي، 34 پوليس عسکر وژل شوي 60 ټپیان شوي، 42 ايف سي عسکر وژل شوي، 109 ټپيان شوي، غېر مقامي کسان څلور وژل شوي، شپږ ټپي شوي، 10 لېويز عسکر وژل شوي او 17 ټپيان شوي وو.

د رپورټ ترمخه، په 2022م کال کې د ناامنۍ په 290 پېښو کې 125 تنه وژل شوي او 417 تنه ټپیان شوي وو، په دې کې زيات شمېر د امنيتي ادارو د عسکرو وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG