د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي ویلي، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په غېر قانونه توګه اسناد ترلاسه کړي هغه لېږل کيږي او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکيACC) او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږلی شي.
تېره شپه د جيو ټي وي په پروګرام (نيا پاکستان) کې نوموړي په دويم پړاو کې د افغان کډوالو بيرته لېږلو نېټه نه ده ښوولې، خو ويلي يې دي پاليسي د ټولو دپاره يو شان ده بيرته به ټول لېږل کيږي.
هغه ويلي، "د ټولو افغانانو دپاره يوه پاليسي ده چې ټول به ويستل کيږي خپل هېواد ته به لېږلی شي". د نوموړي په خبره، "يو هغه غېر قانونه افغانان دي چې هيڅ سند نه لري، په دويم نمبر هغه دي چې په غېر قانونه طريقه یې پاکستاني اسناد ترلاسه کړي، بيا پي او آر او اې سي سي کارډ لرونکي دي".
بګټي زياته کړې، "ټول به بيرته ځي د هغو ملک اوس پرامنه شوی دی هیڅ ډول خانه جنګي نشته د هغو په وينا اوس هلته خوشالي ده نو بيرته دې لاړ شي".
نوموړي ویلي، "د لومړي نومبر نه وروسته به د غېر قانونه غېر ملکیانو ضد عمليات پېل کولی شي، چرته چرته چې غېر قانونه غېر ملکيان دي يواځې افغانان نه، بلکې ټول به بيرته لېږل کيږي".
سرفراز بګټي ويلي، "د غېر قانونه غېر ملکيانو په زوره د ويستلو توری نه کاروي خو د دوی پرضد به چاپې وهل کيږي، مرکزونه ورله جوړ کړی شوي هلته به ساتل کيږي او بيرته به لېږلی شي".
نوموړي ویلي، "پاکستان کې مېشت ټول افغان کډوال د درېو ميلينو نه زيات دي رجسټرډ او غېر رجسټرډ، کره شمېرې نه شي ويلي خو د 99 فيصده شمېرې ورسره دي".
د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر د ملک څخه د غېر قانونه غېر ملکيانو شړلو اعلان کړی وو. يادې پرېکړې ته پښتنو ملت پالو سياسي او مذهبي ګوندونو سخت غبرګون ويلی چې افغان کډوال دې په زوره ونه ويستل شي.
او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د غېرقانوني افغان کډوالو د ور ستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.
په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشن پاکستان کې په غېر قانونه توګه مېشتو غېر ملکيانو د ويستلو يا خپلو ملکونو ته بيرته ستنولو په فېصله اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي د دغه فېصلې نه به "په پاکستان کې 14 لکه افغان کډوال په غېر متناسب ډول اغېزمن شي".
په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د دفتر وياندې روينا شمداساني د جمعې په ورځ جنېوا کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، "پاکستان کې د دوو ملينو څخه زيات اسناد نه لرونکي افغانان اوسيږي او په دوی کې لږ ترلږه شپږ لکه کسان داسې دي چې په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته راغلي دي".
هغې ویلي، "مونږ باور لرو چې ډېر افغانان د بيرته ستنولو په صورت کې د بشري حقونو د سختو سرغړونو د خطرو سره مخ کېدی شي، دوی په ناجايزه توګه نيول کېدی شي، د تشدد، ظلم او غېر انساني سلوک سره مخ کېدی شي".
شمداساني زياته کړې، "په ځانګړي ډول مدني فعال، خبريالان، د بشري حقونو ساتونکي، پخواني حکومتي او امنيتي چارواکي، ښځې او جينکۍ د خطرو ښکار کېدی شي".
ملګرو ملتونو د پاکستان نه غوښتي چې ضرورتمندو کډوالو ته تحفظ ورکړي او په راتلونکې کې دوی په خوندي، په عزت سره او د نړيوال قانون ترمخه بيرته ستانه کړي.
خو د پاکستان حکومت بيا وخت په وخت ويلي، چې د غېرقانونه غېر ملکیانو د ويستلو پرېکړه يواځې د افغانانو دپاره نه ده.
Forum