واشنګټن – د اسرایلو هوايي ځواک وايي، دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې تر ۶۰۰ زیات هدفونه ویشتي دي.
اسرایلو دا هم ویلي، چې په سوریې او لېبنان کې یې هم پر هدفونو برید کړی.
د اسرایلو پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلی، دغه بریدونه له دواړو هېوادونو څخه د بریدونو د پېلېدو په ځواب کې شوي.
د اسرایلو دفاعي ځواکونه وايي، "په غزې پټۍ کې له ترهګرو سره په بریدونو کې په لسګونو هغه ترهګر وژل شوي چې په ودانیو او تونلونو کې پټ شوي وو او په سرتېرو یې د بریدونو هڅه کوله."
حماس هم په شمال لویدیځ کې د درنې جګړې خبر ورکړی.
سېو د چلډرن په یو بیان کې ویلي، په غزه کې په دریو اونیو کې د وژل شویو ماشومانو شمېر "په ۲۰۱۹ کال کې په ټوله نړۍ کې د جګړې په سیمو کې له وژل شویو ماشومانو څخه زیات دی."
د اسرایلو لخوا په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو له حکم څخه ۴۸ ساعته وروسته اسرایلو د غزې په لویدیځ سمندر غاړو کې د خپلو ټانکونو انځورونه خپاره کړي.
حماس ویلي، دوی د غزې په شمال کې په توغندیو باندې اسرایلي ټانکونه ویشتي او په هغو راپورونو یې ملنډې وهلي چې اسرایلي ځواکونو په غزه کې زیات پرمختګ کړی.
یو له دغه راپور څخه هم په ازاده توګه نه دی تایید شوی.
د اسرایلو پوځ د یکشنبې یا اتوار په ورځ په غزې پټۍ کې له ملکي فلسطینیانو څخه غوښتي وو چې جنوبي لوري ته دې چې له حماس سره د جګړې له مرکز څخه لېرې دی په موقتي توګه ورشي.
د اسرایلو د پوځ ویاند ډینیل هېګاري د اتوار په ورځ ویلي وو چې "جنوب لوري ته د هغوی تلل د هغوی د خپل حفاظت لپاره دی."
هغه زیاتوي، "نن مونږ ټینګار کوو چې دا بیړنۍ غوښتنه ده."
ده همدارنګه د حماس لخوا د اکټوبر په اومه د تښتول شویو اسرایلیانو شمېر ۲۳۹ تنو ته زیات کړی.
Forum