لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل پر غزې خپل ځمکني بریدونه پراخه کړي دي


اسرایلي پوځیانو او ټانکونو د دوشنبې په ورځ د غزې په شمالي سیمو کې ژور حرکت وکړ او د فلسطینیانو په سیمه کې یې خپل پوځي شتون په داسې حال کې لا پسې پراخه کړو چې دنړۍ هیوادونه پرله پسې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

د اسرایل پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د حماس وسله والو له خوا نیول شوې یوه ښځینه عسکره د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې راخوشې شوې او ښه فعالیت کوي خو په دغه اړه یې نور جزیات یې ورنه کړل.

مخکې له دې، چې څنګه په سیمه کې جګړه روانه وه، د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو دحماس لخوا د دوشنبې په ورځ خپره شوې هغه ویډیو د "ظالمانه نفسیاتي پروپیګنډې" په توګه یاده کړه اؤ دهغې غندنه یې وکړه چې پکې د اکتوبر په 7مه په اسرایل د برید پرمهال تښتول شوي درې یرغمل کسان ښودل شوي وؤ.

نین یاهو په خپل بیان کې ددغو دریوؤ یرغمل شوو کسانو پېژندګلو د ایلینا تروپانوف، ډینییل الوني او ریمون کرشټ په نومونو سره مخې ته راوړه.

اسرایل وايي، حماس د اکتوبر د اوومې نېټې د تروریستي برید په ترڅ کې چې ۱۴۰۰ کسان پکې وژل شوي، له ۲۳۰ ډېر کسان یرغمل کړي دي.

اسرایل د حماس له خوا د شوي برید وروسته د جګړې اعلان وکړ او پر غزه یې پرله پسې بمباریو کې په زرګونو فلسطینیان ووژل.

د فلسطین د حماس د روغتیا وزارت وايي، د وژل شویو کسانو شمېر تر ۸۰۰۰ اوښتی دی.

سیو دي چلډرن سازمان پخپل یو بیان کې ویلي چې په غزه کې په دریو اوونیو کې د وژل شویو ماشومانو شمیر "د ۲۰۱۹ کال راهیسې د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې د وژل شویو ماشومانو له کلني شمیر څخه ډیر لوړ شوی دی" د اسرایل او حماس ترمنځ دغزې په جګړه کې تر ۳۰۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي.

د اسرایل هوايي ځواک د دوشنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزه کې د حماس تر ۶۰۰ زیات اهداف په نښه کړي دي.

همداشان د دوشنبې په ورځ د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل، «د غزې په تړانګه کې له ترهګرو سره د نښتو په ترڅ کې د اسرایل عسکرو په لسګونو هغه ترهګر ووژل چې ځانونه یې په ودانیو او خندقونو کې ځای پر ځای کړي وو او پر عسکرو یې د حملې هڅه کوله»

حماس هم د غزې په شمال لویدیځ کې د سختو جګړو خبر ورکړی دی.

حماس په غزه کې د ځمکې لاندې د خندقونو یوه پراخه لړۍ لري چیرې چې ګمان کیږي حماس خپلې وسلې، خوراکي توکي او نور جنګي سامانونه ذخیره کوي.

د اسرایل پوځ د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د غزې په تړانګه کې پر فلسطینی ملکي وګړو بیړني غږ وکړ چې د حماس پر ضد د جګړې له مرکز څخه په موقتي توګه د جنوب لوري ته ووځي.

ملکي وګړي اؤ بشري مرستې:

د امریکې صدر جو بایډن د یکشنبې په ورځ د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو سره ټيلي فوني خبرې کړې وې اؤ د اسرایل له لوري یې دخپلو وګړو تروریزم څخه د ژغورلو لپاره د اسرایل ددفاع د حق ملاتړ یو وارې بیا ښودلی ؤ.

خو صدر باییډن د ملکي وګړو خوندیتوب ته د لومړیتوب ورکولو پر اړتیا هم ټینګار کړی ؤ.

دواړو مشرانو د اکتوبر په اوومه د حماس لخوا د یرغمل کړی شویو وکړو د ساتنې په هڅو خبرې کړې وې، او بایډن ټینګار کړی ؤ چې "په غزه کې د ملکي وګړو د ضرورتونو پوره کولو لپاره دبېړنیو بشري مرستو دپام وړ زیاتوالي ته اړتیا ده ځکه چې هلته درمل اؤ نور د ضرورت وړ شیان کمیږي.

بایډن د مصر صدر عبدالفتاح السیسي سره هم خبرې کړې وې او په غزه کې یې ملکي وګړو ته د بشري مرستو په رسولو کې د مصر له رول څخه مننه کړې وه.

د سپینې ماڼۍ د بیان له مخې، دواړو موافقه وکړه چې په منځني ختیځ کې د دایمي او تلپاتې سولې لپاره د شرایطو د برابرولو لپاره به په ګډه کار وکړي چې پکې د فلسطیني دولت جوړول هم شامل دي.

په لبنان او سوریه کې بریدونه:

اسرایل ویلي چې په سوریه او لبنان کې یې هدفونه په نښه کړي دي. د اسراییل پوځ د دوشنبې په ورځ وویل، دا بریدونه د دواړو هیوادونو د بریدونو په ځواب کې شوي دي.

د اسراییل او لبنان په پوله نښتې زیاتې شوې او د یکشنبې په ورځ حزب الله ویلي یې دي چې د لبنان په سویل کې یې د اسراییلو یوه بې پیلوټه الوتکه له ځمکې څخه هوا کې په توغندي ویشتلې ده.

حزب الله زیاته کړه، بې پیلوټه الوتکه له خیام سره نزدې د اسرایل له پولې څخه شاوخوا پنځه کیلومتره لرې رانسکوره کړل شوې ده او د اسراییلو په خاوره کې غورځیدلې وه.

په لبنان کې دوو امنیتي سرچینو ویلي چې دا لومړی ځل دی چې حزب الله د اسرایلي بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو اعلان وکړ.

حماس او حزب الله د امریکې لخوا نومول شوي بهرني ترهګر سازمانونه دي.

(د دې راپور ځینې معلومات د ایسوسي ایټیډ پریس، رویټرز او ای ایف پي څخه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG