په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت وایي افغانان چې بهرنیو هیوادونو کې نن په کوم حالت کې ژوند کوي ،دا حالت په هغوي تپل شوی دی اؤ اوس باید دغه هیوادونه افغانان په زوره اؤ بې له امادګیو ونه باسي.
دپاکستان له لوري افغان کډوالو ته د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت په پائ ته رسیدلو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت خپل یو بیان کې ویلي چې له تیرو پنځه څلویښتو کلونو را په دې خوا افغانان د اشغالونو او جګړو له امله په مختلفو هیوادونو کی له مهاجرت او خورا ډیرو مشکلاتو سره مخ دي.
دطالبانو د حکومت د ویاند په بیان کې ویل شوي "ياد حالت پر افغانانو تیل شوی او زموږ ملت ورته مجبوره کړل شوی ؤ"
بیان کې ویل شوي اوس چی افغان مهاجرین له بيلابيلو ستونزو او په جبر د ویستلو سره مخ شوي نو د ټولو هغه هیوادونو نه چې افغانستان ته یې په تېرو څه د باندې څلویښتو کلونو کې ځای ورکړی ؤ غوښتنه کوؤ چې افغانان باید په جبر اؤ پرته له امادګیو څخه په وتلو مجبور نه کړي.
دطالبانو د ویاند په بیان کې نیغ په نیغه د پاکستان نوم نه دی اخستل شوی .
دپاکستان حکومت هیواد کې په غیر قانوني توګه میشته ټولو غیر ملکیانو ته تر 31م اکتوبر پخپله خوښه د هیواد نه د وتلو مهلت ورکړی ؤ چې دغه مهلت پرون د سه شنبې په ورځ پائ ته رسیدلی اؤ په د پاکستان نه په زرګونو افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې تورونه لګوي چې د پاکستان دننه د ګډوډیو په پېښو کې افغانان ککړ موندل شوي دي اؤ دوي د پاکستان امنیت ته ستونزې راولاړې کړې دي.
خو دطالبانو ویاند بیا د کوم هیواد له نوم اخستو پرته پخپل بیان کې ویلي چې اړونده هیوادونه دې دافغان کډوالو په اړه د اسلامي اخوت اؤ بشري عاطفې له مخې له تحمل څخه کار واخلي.
بیان کې ویل شوي "په کومو هیوادونو کی چی افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته یې ستونزه نه ده ایجاد کړی او نه هم به بې ثباتیو کې لاس لري. له ګاوندیو هېوادونو څخه غواړو چی د اسلامی اخوت اصل ته په پام سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي"
دپاکستان حکومت واضحه کړې ده چې که پاکستان کې په غیر قانوني توګه میشت بهرنیان داکتوبر تر 31مې نېټې پخپله خوښه له پاکستان ونه اوځي نو تر هغې وروسته به یې پاکستان کې جایدادونه اؤ مالونه ضبط کیږي اؤ د هغوي پرضد به قانوني کارروایي کیږي.
دطالبانو دحکومت په بیان کې ویل شوي له کومو هيوادونو څخه چی افغانان د اجباری اخراج په نتیجه کی بیرته خپل هیواد ته راستنوي ،د هغوی مالونه، پیسې او نور ملکیتونه یې شخصي مال او د دوی حق دی اؤ هیڅوک دا حق نه لري چی ورڅخه یې وګرځوي او يا په دې اړوند غیر عادلانه او نا انصافه شرایط پرې وضعه كړي.
دطالبانو حکومت دافغانستان دننه په ټولو سرمایه دارو،تاجرانو اؤ شتمنو افغانانو هم غږ کړی چې د راستنېدونکو افغانانو سره دمرستو په لړ کې باید د مهاجرینو ستونزو ته رسیدو د عالي کمیسیون سره مرستې وکړي.
بیان کې ویل شوي "د ټولو راستنيدونکو مهاجرينو په اړه د اسلامی امارت مسولینو ته حکم شوی چې په ډیر اخلاص او توجه سره د خپلو مهاجرینو په خدمت کې هلې ځلې وکړي او کوښښ دې وکړي چی د خپلو امکاناتو په چوکات کې د راستنیدونکو مهاجرينو په خدمت کې شي"
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د اکتوبر پر 31مه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګرانډي ته په ځانګړي خط کې ویلي، د پاکستان دې پرېکړې زیات اندېښمن کړي چې د نومبر له لومړۍ نېټې به قانوني اسناد نه لرونکي افغانان وباسي.
د ایچ آر سي پي مشرې حنا جېلاني په دې پرانیستي خط کې د رپوټونو په بنیاد ویلي چې د نومبر تر لومړۍ نېټې مخکې لا 77 قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال له پښتونخوا صوبې ایستل شوي دي.
د دوشنبې- ګل په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له دغه هېواده د قانوني اسنادو نه لرونکو بهرنیانو د ایستلو د پرېکړې ملاتړ کړی او وایي دا د یو ځانګړي هېواد له اوسیدونکو سره تړاو نه لري.
دغه وزارت ویلي، دا پرېکړه به هغو کسانو ته زیان ونه رسوي، چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد لري او یا هم د کډوالو په توګه یې نومونه رجسټر شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د حکومت پریکړه یې د کورنیو قوانینو له مخې شوې، خو وایي د نړیوالو معیارونو او اصولو سره هم برابره ده.
Forum