د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن به په منځني ختيځ کې د ملاقاتونو وروستو، آینده هفته د جاپان، جنوبي کوریا، او هندوستان په سفر ولاړ شي چې د "یوې آزادې او پرانېستې انډوپسېفیک خطې د ملاتړ" هلې ځلې پراخې کړي.
جګپوړو امریکایي چارواکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکا د نورو نړېوالو چلېنجونو سره د مقابلې ترڅنګ – په شمول د اسرایل او حماس جګړه او په اوکراین کې د روس جګړه - په انډوپسېفیک خطې باندې هم خپله توجو ساتي.
د نوامبر په ۷مه او ۸مه نېټه به د نړۍ د اوو اقتصادي طاقتونو یا جي-۷ ډلې خارجه وزیران د جاپان په سرښار توکیو کې سره وګوري. بلېنکن به هم په جي-۷ ډله کې د خپلو هم منصبانو سره خبرې وکړي، او هم به جدا د جاپان له وزیراعظم فومیو کېشیدا او خارجه وزیر یوکو کامیکاوا سره ملاقاتونه ولري.
د شرقي آسیا او پسېفیک چارو دپاره د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ډانیل کرېټنبرېنک وویل: "مونږ دا طمعه لرو چې په هغو لیدنو کې به بحثونه د منځني ختيځ په واقعاتو، د اوکراین په ملاتړ، په انډوپسېفیک کې په همکارۍ، یو لړ دوه اړخیزو مسایلو، او البته (د جنوبي کوریا سره) په درې اړخیزو مسایلو باندې ترکیز ولري."
که څه هم انټني بلېنکن دمخه تر دې په نورو مواقعو کې د جنوبي کوریا له صدر سوک یول او د هغه هېواد له خارجه وزیر پارک جین سره جدا جدا ملاقاتونه کړي دي، خو آینده هفته کې به د وړومبي ځل دپاره دغو دواړو سره په سئول کې مخامخ خبرې وکړي.
سږکال د امریکا او جنوبي کوریا د اتحاد اویایمه کلیزه ده. کرېټنبرېنک وویل چې د شمالي کوریا او روس ترمنځ پوځي همکاري او د هغه امنیتي نتایج به د بلېنکن د خبرو د اېجنډه په سر کې شامل وي. واشنګټن او سئول ژمنه کړې ده چې د پیونګ یانګ له طرفه د زیاتېدونکو خطرو په وړاندې به مشترکه دفاع ته وسعت ورکوي.
د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن به د سئول نه د ډیلې په لور روانیږي.
د جنوبي او مرکزي ایشیا په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ډونالد لو وویل: "خارجه وزیر بلېنکن به د نوامبر په ۱۰مه نېټه په هندوستان کې وي. هلته به هغه سره د [امریکا] د دفاع وزیر لایډ اسټن هم مل شي. هغوی به د ۲+۲ کلني ډائیلاګ په خاطر هند ته سفر کوي."
امریکايي پلاوی به د هند د خارجه وزیر سوبرامنیام جی شنکر، د دفاع وزیر راجناټ سېنګ، او نورو جګپوړو هندي چارواکو سره لیدنې ولري.
د هند او امریکا ترمنځ د ۲+۲ ډائیلاګ یا خبرو لړۍ په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې او دواړو ملکونو ته دا موقع میلاو شوه چې د سټراټیجیکو او دفاعي مسایلو په اړه په لوړه سطحه بحثونه ولري. په وروستیو کلونو کې، د ۲+۲ ډائیلاګ یوه اهمه برخه د هند سره د پوځي سامانونو د مشترک پیداوار منصوبې دي.
هند په اسرایل باندې د حماس ډلې د اکټوبر ۷مې نېټې حمله د "يوې ترهګرې حملې" په توګه غندلې ده او ترڅنګ یې غزې ته د بشري مرستو رسېدل غوښتي دي.
د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ډونالډ لو وویل: "د هند سره زمونږ مشترک اهداف دا دي چې د دې جګړې د خورېدو مخه ونیولی شي، په منځني ختیځ کې استحکام وساتلی شي، او د دوه ریاستونو د جوړېدو ترکیب ته فروغ ورکړی شي."
Forum