واشنګټن – د نړۍ مشرانو په یوې سرمشریزه کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د راپیدا کېدونکو خطرونو د کنټرولولو پر ارزښت موافقه کړې.
د ارټېفېشل انټېلېجنس د خوندیتوب په نامه دغه دوه ورځنۍ سرمشریزه د برتانیې د وزیر اعظم ریشي سونک په کوربتوب په برتانیه کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پیل شوې چې د امریکا او چین په ګډون پکې ۲۸ مشرانو ګډون کړی.
دغو مشرانو په دې موافقه کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا (اې آی) د خطرونو په اړه به "په ګډ اتفاق او مسولیت" سره کار کوي او په دې اړه به په دې کال کې په جنوبي کوریا او فرانسه کې نورې غونډې هم کېږي.
په ګډونوالو کې د اروپايي کمېشن مشرې اورسالان وان ډېر لین، د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمېلا هېریس، د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش او نورو د اې آی په وده کې د خوندیتوب د باوري کولو لپاره په خپلو خپلو تګلارو باندې خبرې کړي.
د زیارت یا پنجشنبې په ورځ سرمشریزې دوام درلود او برتانیې په خبره د "ګډو ارزښتونو" د هېوادونو یوې وړې ډلې زیات بحثونه کول.
په دغې وړه ډله کې د اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، ایټالیا، جرمني، فرانسې او اسټریلیا مشران وو.
د سونک په ګډون ځینو مشرانو ویل، چې د سختو اصولو سمدستي لګول د حل لاره نه ده او د اې ای ځینو کمپنیو وېره څرګنده کړې چې داسې اصول به دغه ټکنالوجي مخکې له پرمختګ څخه ودروي.
سونک د زیارت یا پنجشنبې د ورځې په خبری غونډه کې د هېوادونو ترمنځ د بل هغه شوي تړون یادونه هم وکړه چې "په ګډه به د اې آی د نویو موډلونو په ازموینو باندې کار کوي مخکې له دې چې راووځي."
په دغو خبرو کې امریکا، اروپايي اتحاد، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، جنوبي کوریا، سینګاپور، کاناډا او اسټریلیا ګډون کړی وو.
چین د دوهمې ورځې په خبرو کې ګډون و نه کړ.
دغه سرمشریزه د سونک او د بیلیونېر ایلان مسک ترمنځ په یو بحث باندې پای ته ورسېدله چې یوه ډله سوداګر او خبریالان هم ورته بلل شوي وو.
مسک د مصنوعي ځیرکتیا په تړون کې د چین د یو ځای کېدو ستاینه وکړه خو ځینو دا پرېکړه غندلې وروسته له دې چې د لویدیځ حکومتونو له چین سره د ټکنالوجۍ په برخه کې همکارۍ کمې کړې دي.
خو مسک د اې آی د خوندیتوب په برخه کې د امریکا، بریتانیا او چین ترمنځ د ګډ کار کولو پر ارزښت باندې ټینګار وکړ.
ټاکل شوې وه چې د سونک او مسک ترمنځ بحث د ورځې په پای کې خپور هم شي.
د دې راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوي.
Forum