د غزه په جنګي سيمه کې د اسرایل په بمبارۍ کې ملکي وګړي وژل شوي دي. او د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د نورو مرستو غوښتنه کړې ده.
د عرب هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د اردن په عمان ښار کې د امریکا د بهرنيو چارو باندې د جنګ بندۍ دپاره فشار اچولی دی.
د اردن د بهرنيو چارو وزير ویلي، پوره سيمه د نفرت په سمندر کې ډوبيږي.
د ملګرو ملتونو په پناه ځای د اسرايل په بريدونو کې 15 تنه وژل شوي دي.
عرب مشرانو د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن سره ليدلي او په سمدستي توګه د جنګ بندۍ په خبره يې په نوموړي فشار اچولی دی.
انتني بلينکن د اردن په عمان ښار کې د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، مصراو قطر د بهرنيو چارو د وزيرانو او فلسطين لبرېشن ارګنايزېشن د مرکزي کمېټۍ د غړي او لبنان د نګران وزيراعظم سره ليدلي دي.
د اردن د بهرنيو چارو وزير ايمن صفادي د خالي په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، په اووم اکتوبر د حماس د بريد غندنه یې کړې ده، خو د غزې د جګړې ساتلو اجازه دې ور نه کړل شي.
د بلينکن سره د مصر د بهرنيو چارو وزیر سامح شکري د ليدو وروسته صفادي ويلي، په ټوله سيمه کې نفرت خوريږي او دا به د راتلونکي نسل تعين کوي.
د اردن او مصر د بهرنيو چارو وزيرانو د اسرايل او حماس په جګړه کې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غوښتنه کړې ده.
خو بلينکن ويلي دا به ګټې ونه لري، او اشاره یې ورکړې هغه د بشري مرستو رسولو او ملکي وګړو د غزې سره بهر ويستلو دپاره په جنګ کې د وقفې ملاتړ کولی شي.
د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو ويلي، دا په هغې صورت کې کېدی شي چې يرغمل شوي اسرايليان خوشي شي.
بلينکن د حماس لخوا په جنوبي اسرايل حملې ته په اشارې سره ويلي، مونږ په دې نظر يو چې جنګ بندي به حماس ډله په خپل ځای پريږدي، دغه ډله به بيا يو ځای شي او هغه څه به بيا وکړي چې په اووم اکتوبر شوي وو.
په اووم اکتوبر حماس په اسرايل برید کړی، د اسرايل په وينا په بريد کې 1400 اسرايليان وژل شوي او د 200 نه زيات يرغمل شوي وو.
د خالي په ورځ د ترکي صدر رجب طيب اردګان ويلي، مونږ د 1967 د سرحدونو مطابق، غزه پرامنه ليدل غواړو چې د ازاد فلسطيني رياست برخه وي، او ختيځ يروشلم دې یې پلازمينه جوړه کړی شي.
ترکي د خالي په ورځ د اسرايل نه د خپل سفير بيرته بللو ویلي دي. اسرایل تیره میاشت د ترکي نه خپل سفير بيرته غوښتی وو وروسته له هغې چې اردګان حماس ته د ازادۍ د جنګيالو ډله ويلې وه. امریکا، برتانيه او د لويديځ هيوادونه حماس ترهګره ډله بولي.
د جرمني وايس چانسلر روبرټ هېبک د خالي په ورځ ویلي، حماس دې د مينځه يوړل شي ځکه چې دا ډله په منځني ختيځ کې د سولې عمل تباه کوي. هغه ويلي فلسطينيان د خپل رياست حق لري خو حماس یې حل نه غواړي.
د غزه په ګاونډ کې د ملګرو ملتونو يو پناه ځای چې نزدې درې لکه خلک پکې اوسي د خالي په ورځ پکې اسرايل يو سکول په هدف کړی لږ تر لږه 15 تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ويلي، په تیره يوه ورځ کې 231 کسان وژل شوي دي، او د اسرايل او حماس د جګړې پېل کېدو وروسته د وژنو شمېره نهه نيم زره ته نزدې شوې ده.
حماس ویلي، په غزه د اسرايل د خالي د ورځې د بریدونو وروسته 60 يرغماليان بې درکه دي.
د خالي په ورځ د نېتن ياهو د کور مخې ته مظاهره شوې او د حماس د اووم اکتوبر په حمله یې د غصي څرګندونه کړې ده. دوی په لاسونو کې د اسرايل بيرغونه پورته کړي وو.
د خالي په ورځ د فلسطين په پلوۍ لندن، برلن، پېرس، انقره، استنبول او واشنګټن کې مظاهرې شوي او په غزه کې یې د جنګ بندۍ غوښتنه کړې ده.
[د خبر معلومات د اې پي رویټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي دي]
Forum