لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د پاکستان نه په څو ورځو کې يو نيم لک مهاجرين افغانستان ته اووښتي دي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، په تیرو يو ورځو کې د تورخم او چمن د لارې شاوخوا يو نيم لک مهاجرين/ کډوال افغانستان ته اووښتي دي او دغه لړۍ دوام لري.

د پاکستان حکومت د 31م اکتوبر پورې غېر قانونه غېر ملکیانو ته نېټه ورکړې وه چې په خپله خوښه ووځي، کنه د لومړي نومبر نه وروسته به نيول کیږي او خپلو هيوادونو ته به لېږل کیږي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون د خالي/ شنبې په ورځ په سپين بولدک کې مطبوعاتو سره په خبرو کې، په څو ورځو کې د يو نيم لک افغانانو اوښتو خبره کړې ده.

هغه زياته کړې، مهاجرين په سم حالت کې ور اوړي.

خو مجاهد ويلي، د پاکستان نه یې غوښتي وو چې مهاجرين دې په کم وخت کې او په زوره ونه ايستل شي "خو اوس پېښه شوې ده اوس مو غوښتنه دا ده چې تکليف ور نه کړل شي، مهاجرينو ته ستونزه جوړه نه کړل شي".

نوموړي کډوالو ته د ښو اسانتياو برابرولو دعوه کړې خو ورسره یې ویلي "مهاجرين به هم لږه حوصله ولري که يو څوک انتظار وکړي يا یې تلاشي کولی شي".

په وروستيو کې نړيوالو مرستندويه ادارو د پاکستان نه بيرته افغانستان ته ایستل شوو افغان کډوالو په حواله اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو چې دوی هیڅ ځای نه لري.

يادو ادارو د پاکستان نه افغانستان ته بیرته ستنېدونکو افغانانو د شمېرې په زياتېدو خبرداری ورکړی او د نړیوالو مرستندويه ادارو څخه یې د دوی د ضرورتونو دپاره د اضافي مرستو غوښتنه کړې وه.

د ناروې د کډوالو کونسل (NRC)، د ډنمارک د کډوالو کونسل DRC) او د ژغورنې نړیوالې ادارې (IRC) د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو نه غوښتي، افغان کډوال دې تر هغې خوندي وساتي څو پورې چې دوی په خپل ملک کې محفوظ، دوامداره او په رضاکارانه توګه بيرته تلو ته نه وي تیار شوي.

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو د پاکستان پر دې ګام اندېښنه ښکاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې د لکونو خلکو شړل به په افغانستان کې بشري ناورین لا زیات کړي.

نړيواله مرستندويه ادارو په دویم نومبر خپره کړې شريکه اعلامیه کې ویلي وو، په کوم حال کې چې افغانان بيرته ستنيږي هغه خطرناک دي، دوی د څو ورځو سفر سختې زغمي، او دې ته مجبوره شوي چې د سفر دپاره خپل څيزونه خرڅ کړي.

او د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدين حقاني پرون ويلي، "د پاکستان اوسنۍ پرېکړه، د 40 کالو د خدمتونو او ښېګړو وروسته دې په داسې طريقه د مهاجرينو ويستل د ټولو نړيوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف" دي.

هغه ويلي، "زمونږ په حواله دې دا نظر ونه لرل شي چې مونږ دښمني کوو، هر ځای مشکلات وي خو د مشکلاتو دپاره حل وي".

حقاني زیاته کړه، "د پاکستان حکومت ته چې کومه ګيله ولاړه ده او مشکل ورته جوړ دی مونږ داسې وايو چې هر څوک دې په خپل ګرېوان کې وګوري دا مشکلات داسې نه دي چې زمونږ له لوري جوړ دي هر څوک چې خپل مشکل په خپله حل نه کړي دا په بل نه حل کيږي".

د پاکستان حکومت د طالبانو مشرانو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ویلی.

خو پاکستان کې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ او ناامنۍ د پېښو وروسته پاکستاني چارواکو افغانانو ته د ملامتیا ګوته نېولې او ویلي یې دي د طالبانو حکومت ته یې ثبوتونه هم ورکړي دي چې پاکستان کې ترسره شوو د ترهګرۍ یو شمیر پېښو کې ځېنې افغانان ککړ دي.

خو طالب چارواکو د پاکستان دا تورونه رد کړي دي او پرله پسې يې ويلي، ترهګري د پاکستان خپله ستونزه ده او پکار ده چې دوي یې د کور دننه هواره کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG