لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش اته زره مخالف فعالان ګرفتاره کړي دي – رپوټ


د اتوار/یکشنبې یو خپور شوي رپوټ کې راغلي چې د بنګله دېش پولیسو د ملک په بېلابېلو برخو کې د چاپو په نتیجه کې، قریب اته زره (۸۰۰۰) د حکومت مخالف وګړي ګرفتاره کړي دي. دا ګام پس د هغه واخېستل شو چې یوه هفته وړاندې په سرښار ډاکه کې پولیسو یوه لویه مظاهره خوره وره کړله.

بنګله دېش کې د ګرفتاریو دغه ستره چپه په داسې وخت کې مخې ته راځي چې ټاکل شوې ده په جنورۍ میاشت کې هلته عمومي انتخابات ترسره شي.

ستر حزب اختلاف، د بنګله دېش قام پرسته پارټۍ (بي اېن پي) او اتحادیانو یې په دې وروستو میاشتو کې غټې غټې مظاهرې راشروع کړې دي او له وزیراعظمې شیخ حسینه څخه غواړي چې له واکه لېرې شي او یو بېطرف حکومت ته دې موقع ورکړي چې په انتخاباتو څار ولري.

په دا پېنځلسو کلونو کې چې شیخ حسینه په واک اختیار کې پاته ده، سیاسي طاقت یې ورځ تر بلې په حیرانوونکې بڼه زیات شوی دی، مګر په هغې باندې دا الزام دی چې په آمرانه انداز واک چلوي.

امریکا د بنګله دېش په ځینو جګپوړو پولیس مشرانو باندې، د بشري حقونو د پراخو خلاف ورزیو له کبله، پابندۍ لګولي دي.

تېره هفته د خالي/شنبې په ورځ د ډاکه ښار په مرکزي علاقه کې یوه ستره مظاهره وشوه چې د حکومت د مخالو ګوندونو څه باندې یو لک ملاتړو په هغې کې ګډون کړی و. په دې احتجاجونو کې یو پولیس اهلکار ووژل شو.

د هغه وخت راهېسي، پولیسو د بي اېن پي (بنګله دېش نېشنلسټ پارټۍ) په ضد پراخ عملیات پیل کړي، په زرهاوو فعالان یې نیولي او د هغه ګوند لږ تر لږه یو سل او دوه شپېته (۱۶۲) جګپوړي غړي او مشران یې د پولیس افسر په وژلو تورن کړي دي.

په شیخ حسینه باندې تور دی چې پخپله پېنځلس کلنه دوره کې یې په آمرانه توګه واک چلولی دی
په شیخ حسینه باندې تور دی چې پخپله پېنځلس کلنه دوره کې یې په آمرانه توګه واک چلولی دی

د بنګله دېش تر ټولو معتبرې او مشهورې ورځپاڼې پروټهوم الو، د اتوار/یکشنبې په ورځ په ټول ملک کې د خپلو خبریالانو د رپوټونو په حوالې خبر ورکړ چې لږ تر لږه ۷۸۳۵ کسان نیولی شوي دي.

د بنګله دېش د قامي پولیسو ویاند عبیر صدیق شوورا د اې اېف پي خبري ادارې ته د ګرفتاریو کره شمېره ورنه کړه، مګر ویې ویل چې نیولی شوي کسان د جرمي قضیو سره مخ دي او وارنټونه یې جاري شوي و.

د پولیسو ویاند زیاته کړه: "ممکنه نده چې کره شمېره ورکړل شي. پولیس خپل معمول کار مخې ته وړي."

د ډاکه ښار پولیسو تر دې وړاندې ویلي و چې د تېرې هفتې خالي/شنبې ورځې راهېسي یې د تشدد په تور باندې څه باندې ۲۱۰۰ کسان ګرفتاره کړي دي.

د بنګله دېش قام پرسته ګوند بي اېن پي وایي، په نیولی شوو کسانو کې د هغوی مشر مېرزا فخرالاسلام عالمګیر او د هغه دویم لمبر کس، امیر خسرو محمود چوهدري هم شامل دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د بنګله دېش د چټک غبرګون ځواکونو د بي اېن پي ګوند مرستیال الطاف حسین چوهدري چې پخوا داخله وزیر او د فضایي قواوو مشر هم پاته شوی و، ګرفتاره کړل.

بي اېن پي ګوند د حکومت خلاف خپلو مظاهرو په ترڅ کې په ټول بنګله دېش کې د ۴۸ ګنټو دپاره ټرانسپورټ بند کړی چې دې سره د ښارونو ترمنځ د بسونو او ټرکونو تګ راتګ قریب په ټپه اودرېدلی دی.

د او وژنې د عملې ویاند ویلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه یوولس (۱۱) بسونو ته اور اچول شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG