لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزې باندې د اسرایل حملې دوام لري – د ډزبندۍ غوښتنو هم زور اخېستی


اسرایل د حماس په ضد د خپلې جګړې په دوام کې د ګل/دوشنبې په ورځ هم غزې باندې سختې حملې وکړلې. په داسې حال کې چې د مرګ ژوبلو شمېره ډېره شوې ده، د ملګرو ملتونو ادارو او نړېوالو امدادي تنظیمونو یو مشترک بیان خپور کړی کوم کې چې هغو د انساني مرستو دپاره فوري ډزبندي غوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو او نړېوالو امدادي تنظیمونو په مشترک بیان کې راغلي چې: "د قریب یوې میاشتې راهیسي، نړۍ په اسرایل او مقبوظه فلسطیني خطې کې بدلېدونکو حالاتو ته چې ګڼ او زیاتېدونکي شمېر خلک په کې مړه شوي او تباه شوي، په حیرانۍ او خوف سره ګوري. په لسهاوو زره کسان بېځایه شوي دي. دا هولناک دی."

دغو نړېوالو ادارو او تنظیمونو، په شمول د صحت عالمي ادارې (ډبلیو اېچ او)، یونېسف، د خوراک نړېوال پروګرام (ډبلیو اېف پي)، کېئر انټرنېشنل، سېو ډې چلډرن، او مېرسي کارپس، یادونه کړې ده چې د اکټوبر په اوومه نېټه، لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان په اسرایل کې د حماس په حمله کې ووژل شول، او څه باندې دوه سوه (۲۰۰) نور یرغمل یووړل شول.

یادو ادارو همدا شان زیاته کړې ده چې: "په غزه کې د اوو نورو عامو وګړو وژنه، یو ظلم دی، او همدا شان په ۲.۲ میلین فلسطینیانو باندې د خوراک، اوبو، دوایانو، بجلۍ او سون موادو بندول [هم ظلم دی]."

په غزه کې د حماس د اختیار لاندې د صحت ادارې وویل چې د اسرایلي حملو په نتیجه کې د وژل شوو کسانو شمېر هلته له لس زرو (۱۰۰۰۰) اوړېدلی دی.

نړېوالو په اسرایل فشار زیات کړی چې باید ډزبندي وکړي، مګر اسرایل دا غوښتنې رد کړي او وایي چې اول باید هغه کسان آزاد کړی شي کوم چې د اکټوبر په ۷مه نېته د حماس وسله والو د اسرایل په جنوب باندې د حملې په مهال یرغمل کړي او ځانه سره یې وړي دي. د امریکا له نظره، حماس یوه ترهګره ډله ده.

اسرایل دعوه کوي چې د حملو په نتیجه کې یې د غزې پټه د اتوار/یکشنبې په ورځ په دوه ټوټو تقسیمه کړله.

د اسرایل د پوځ ترجمان، ډانیل هګاري وویل چې د هغوی ځواکونو "غزه ښار کلابند کړی... اوس غزه په شمال او جنوب برخو تقسیم شوې ده."

سیمې ته د بلېنکن سفر

په داسې حال کې چې د اسرایل او حماس د جګړې پای لا معلوم ندی، د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن منځني ختیځ ته خپل سفارتکاري سفر په ترکیې کې ختم کړ او په دې باندې چې په غزه کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې مخه څنګه ونیولی شي، په سیمه ییزه کچه یې څه خاص اتفاق ترلاسه نشو کړی.

بلېنکن د ترکیې نه د تللو وړاندې، خبریالانو ته وویل: "مونږ ډېر سخت کوښښ کوو چې غزې ته لا ډېر انساني امداد ورسوو. او مونږ د دې کار دپاره ډېرې مضبوطې طریقې لرو."

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن او د ترکیې خارجه وزیر خاقان فیدان په انقره کې
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن او د ترکیې خارجه وزیر خاقان فیدان په انقره کې

بلېنکن د ترکیې په سرښار انقره کې د هغه هېواد د خارجه وزیر خاقان فیدان سره وکتل. تر هغه وړاندې، بلېنکن د اسرایل، اردن، مقبوضه غربې کنارې، قبرس، او عراق دوره کړې وه، او هڅه یې وکړه چې اسرایل خپلې متداومې پوځي جګړې کې د بشري مسایلو په خاطر د وقفې یا دمې راوستلو په اړه د بایډن انتظامیې وړاندیز ومني. هغه دا کوشش هم وکړ چې د منځني ختیځ بحران د سیمې نورو ملکونو ته انتشار ونکړي.

په همدې حال کې اسرایل ژمنه کړې چې حماس به غزه کې له واک اختیاره لېرې کوي او پوځي صلاحیتونه به یې ورختموي.

غزه کې اوس مهال جګړه ښاري سیمو ته په نږدې کېدو ده او دې سره امکان شته چې د مرګ ژوبلې شرحه نوره هم لوړه ولاړه شي.

د اسرایل پوځ دعوه کړې چې د اتوار له ماښام نه د ګل/دوشنبې تر سهاره پورې یې غزه کې ۴۵۰ اهداف په نښه کړي او عسکرو یې د حماس یو مرکز نیولی دی. اسرایلي پوځ دا هم ویلي چې د غزې د شمال او غزې ښار نه جنوب پلو ته یوه لویه لاره یې د خلکو دپاره محفوظه پرېښودلې چې لکهاوو کسان د هغه طریقه جنوبي سیمو ته وتښتي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ یو امریکایي چارواکي وي او اې ته وویل چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) مشر ویلیم برنز د منځني ختيځ څو ملکونو ته په سفر روان دی.

د دې سفر اصلي مقصد د غزې په حالاتو، د یرغمل شوو کسانو په راخوشې کولو، او د حماس-اسرایل جګړې د لا پراخېدو په مخنیوي باندې خبرې ګڼل شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG