ډونالډ ټرمپ د ګل/دوشنبې په ورځ د نیویارک په یو عدالت کې دا ومنله چې د هغه کمپنۍ د نوموړي د جایدادونو کره جایزه نه وه مهیا کړې. هغه د عدالت د اورېدنې پر مهال د عدالتي کاروايۍ په باب د قاضي په وړاندې اعتراضونه هم څرګند کړل، چې بیا ورته د قاضي له طرفه خبرداری ورکړی شو.
د امریکا پخواني صدر ټرمپ وویل چې کمپنۍ یې په فلوریډا ریاست کې د هغه د مارا لاګو نومې بنګلې او د ډورال ګلف کورس د اصلي ارزښته یې کم قیمته ښودلي و، او په نیویارک کې یې بیا د ټرمپ ټاور فلېټ او نورو جایدادونو د قیمت اندازه له اصلي قیمتونو ډېر اوچت لګولي و. ټرمپ کوښښ وکړ چې د دې اندازې لګولو اهمیت کم ښکاره کړي. خو د نیویارک سرکاري وکیلانو ویل چې د دې جایدادونو ارزښت په قصدي توګه په دې مقصد لوړ ښودل شوی و چې په ښه شرایطو ورباندې قرضې ترلاسه کړی شي.
ټرمپ د دغو اندازو په باب وویل: "دا مهمه نه وه. تاسو ترې غټه خبره جوړه کړله، خو دومره خبره نه وه."
د نیویارک د هغه عدالت جج، ارټر اېنګاران دمخه لا حکم کړی چې د ټرمپ د جایدادونو د ارزښت اندازې، جعلي دي. د نیویارک ریاستي سرکاري وکیلانو په دې مقدمه کې ویلی چې هغو غلطو اندازو، قرضې ورکوونکي او بیمه کوونکي غولولي چې په نتیجه کې یې ټرمپ ته سل میلینه ډالر مفاد رسېدلی او د هغه شتمني یې تر دوه بلین ډالرو پورې په مبالغه آمیزه توګه زیاته ښودلې ده.
ټرمپ په کراتو ویلي چې دا مقدمه هسې عبث کوشش دی. هغه په جج اېنګاران او د نیویارک په سرکاري وکېلې لېټېشیا جېمز تور لګولی چې ګني هغوی د سیاسي اړخه بېطرفه ندي او د هغه په خلاف دي.
ټرمپ چې کله عدالت ته حاضر شو، هم دا شکایتونه یې پیل کړل.
ټرمپ زیاته کړه: "زه یقین لرم چې جج به زما خلاف فیصله وکړي، ځکه هغه همیش زما خلاف فیصلې کړې دي."
ټرمپ وروستو دا هم وویل چې "دا یو ډېر غیرمنصفانه کاروایي ده."
د ټرمپ دغه څرګندونې د دې سبب شوې چې جج اېنګاران هغه ته خبرداری ورکړي او ورته ووایي چې که دا خبرې بندې نکړي، نو عدالت به یې رخصت کړي.
جج اېنګاران د ټرمپ وکیل کرېسټوفر کایز ته وویل: "ښاغلی کایز، تاسو کولی شئ چې خپل کلاېنټ کنټرول کړئ؟ دا کومه سیاسي مظاهره نده. دا یو عدالت دی."
د نیویارک سرکاري وکیلې لېټېشیا جېمز د ټرمپ د عدالتي اورېدنې له پیل دمخه، د عدالته بهر خبریالانو ته وویل: "د ورځې په آخره کې، یوازېنی شی چې مهم دی هغه حقایق او شمېرې دي. ملګرو، شمېرې دروغ نه وایي."
ټرمپ، چې د آینده ۲۰۲۴ کال صدارتي انتخاباتو مخکښه رېپبلېکن امیدوار هم شمېرل کیږي، د څلورو جرمي مقدمو سره هم مخ دی، مګر نیویارک کې یې دا مقدمه د هغو څلورو نورو مقدمو نه په دې فرق لري چې دې کې ټرمپ ته د زنداني کېدو خطره نشته، بلکې د مقدمې د بایللو په صورت کې به لوی مالي تاوان وکړي.
سرکاري وکیل کوښښ کوي چې ټرمپ ۲۵۰ میلینه ډالر جرمانه ورکړي او په ټرمپ او زامنو یې دا محدودیت ولګوي چې په نیویارک ریاست کې به نور مالي معاملات نشي کولی.
Forum