لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت وایي له ایران سره په یو شمېر پروژو اتفاق ته رسیدلي


انځور د زبیح الله مجاهد له ټویټر پاڼې څخه اخیستل شوی.
انځور د زبیح الله مجاهد له ټویټر پاڼې څخه اخیستل شوی.

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند وایي، ایران ته د دوي د حکومت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تللي پلاوي د سفر پر مهال ایران او د طالبانو حکومت په خپلو کې په یو لړ پروژو اتفاق ته رسېدلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نهې یا سه شنبې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) ‌خپل یو بیان کې ویلي، دواړه خواوې د دغه سفر پر مهال د چابهار له لارې د افغاني صادراتو او وارداتو په زیاتولو سلا شوې دي اؤ هم به صادراتو او وارداتو ته اسانتیاوې برابروي.

که څه هم تهران او طالبان تر خپل منځ سفارتي اړیکې لري، خو ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

په دې وروستیو کې د هلمند د سیند د اوبو د وېش پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې یو څه خرابې شوې هم وې او حتی د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه هم په مطبوعاتو کې مخې ته راغلي وؤ.

د طالبانو د حکومت ویاند وایي، طالب چارواکو او ایراني واکمنانو د واخان له لارې له چین سره د ایران په نښلولو ټینګار کړی اؤ او د دې عملي کار د چټکتیا او تعقیب په موخه یې ګډ ټیمونه ټاکلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لېدنه کې ویلي وؤ، هېواد یې غواړي چې د افغانستان له لارې چین سره و صل شي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، دواړه خواوې د افغانستان له لارې ایران له ازبکستان سره په نښلولو او په دې مسیر کې تر واخان کوریډور پورې د اورګاډي د پروژو په غځولو هم اتفاق ته رسېدلي دي.

د ذبیح الله مجاهد په خبره، دواړه خواوې د دغه سفر په مهال تر کندهار پورې د اورګاډي د لیکې یا پاټلۍ پر غځولو د نظرونو اتفاق ته رسیدلي دي اؤ هم په دې سلا شوي چې د مخدره موادو او قاچاق پر وړاندې به مبارزه لا پسې چټکوي او افغان بزګرانو یا دهقانانو ته د بدیل معیشت موندلو په موخه به ګډې هڅې کوي.

هغه ویلي افغانستان او ایران موافقه کړې ده چې له ایران سره به ګمرکونه ۲۴ساعته کولی شي.

طالبانو په اګست کال ۲۰۲۱م کې یو ځل بیا د ټوپک په زور د افغانستان په اقتدار قبضه کړې وه خو له هغې راپدیخوا د ایران په ګډون د نړۍ یو هیواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی البته یو شمیر هیوادونه د طالبانو حکومت سره سفارتي راشه درشه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG