لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلينکن: د فلسطينيانو د خونديتوب لپاره ډېر څه کولو ته اړتيا لري


Palestinians flee to the southern Gaza Strip on Salah al-Din Street in Bureij, Gaza Strip, Nov. 10, 2023.
Palestinians flee to the southern Gaza Strip on Salah al-Din Street in Bureij, Gaza Strip, Nov. 10, 2023.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن ويلي، د فلسطيني وګړو د خونديتوب په لړ کې يو څه پرمختګ شوی خو د وژنو کمولو او د جنګ سره مخ غزه کې د بشري مرستو رسولو دپاره نور ډېر څه کولو ته اړتيا لري.
نوموړي د منځني ختيځ نهه ورځنۍ دوره کړې او بيا یې د نوي دهلي سفر کړی دی.
په نوي دهلي کې یې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، د فلسطيني وګړو د خونديتوب په لړ کې يو څه پرمختګ شوی خو نور ضرورت لري.
او سپينې ماڼۍ ويلي، اسرايل د زیارت په ورځ د شمالي غزه په ځينو برخو کې د حماس د وسله والو پرضد پوځي عملياتو کې هره ورځ د څلورو ساعتونو پورې د وقفې کولو ويلي دي.
ويل شوي، د دغې وقفې مقصد په بشري بنيادونو مرستې رسول او د فلسطينيانو د هغه ځای نه خوندي ځايونو ته منتقل کول دي چرته چې د اسرايل د پوځ ځمکنۍ او هوايي حملې ډېرې په شدت کې دي.
د سپينې ماڼۍ یو چارواکي ویلي، د زيارت په ورځ اسرايل د غزې د ساحل سره يوه بله لاره هم پرانستې چې نور فلسطينيان د علاقې څخه ووځي.
بلينکن ویلي، د اسرايل د پرېکړې سره به نورې مرستې ورسي خو زياته کړې یې ده، امریکا د نورو داسې کلکو ګامونو دپاره خبرې اترې کوي چې په بشري بنيادونو نورې ډېرې مرستې وشي، روغتونونو او د پاکو اوبو پلانټونو په څېر مهمو ځايونو ته په باقاعدګۍ سره تېل رسول کيږي.
فلسطيني چارواکي وايي، په غزه د اسرايل د تيرې يوې مياشتې په بمبارۍ کې د لسو زرو نه زيات کسان وژل شوي چې 40 فيصده یې ماشومان دي.
د شورو په ورځ د بايډن انتظاميې د منځني ختيځ د چارو امریکايي مرستيال خارجه وزیر باربر اېلف د اېوان د بهرنيو چارو کمېټۍ ته ویلي، امکان څرګنديږي وژنې د دې نه زياتې دي څومره چې رپورټ کيږي، اصل شمېره به د جنګ وروسته معلومه شي.
د اسرايل پوځ ویلي، په غزه کې د حماس قوي مرکز یې په ګېره کې اخستی دی.
د اسرايل وزیراعظم بينيامين نېتن ياهو ويلي حماس به ختموي.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې د 1400 نه زيات اسرایليان يې وژلي او د 240 نه زيات یې يرغمل کړي وو.
نيتن ياهو ويلي، څو پورې چې حماس يرغمل شوي کسان نه وي خوشي کړي هيڅ ډول جنګ بندي به نه کيږي.
امريکې حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
په نړيواله کچه په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره غوښتنې شوي خو امریکا وايي د داسې کوم اقدام مخالفت کوي چې حماس ډله بيا رايوځای شي او بيا ترهګري وکړي.
د بلينکن د منځني ختيځ په سفر کې اسرايل، لويديځې غاړې، اردن، عراق، ترکي، جاپان او جنوبې کوریا ته تلل شامل وو خو زيات لومړيتوب یې منځني ختيځ ته ورکړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG