د امریکا د شماریاتو ادارې ویلي دي چې نړۍ کې د انسانانو شمېر د اتو (۸) بلینو نه اووښتی دی، او که څه هم د پیدایشونو شرحه کمه شوې مګر د عمرونو اوسط کې اضافه راغلې ده. نوموړې اداره وایي چې د نړۍ د آبادۍ وده جاري ده، مګر له ډېر وخت راهیسي سوکه شوې ده.
د امریکا د شماریاتو ادارې د بیان ترمخه، د نړۍ آبادي د سپټمبر په ۲۶مه نېټه د اته بلینو نه واووښتله. خو دا نېټه ډېره کره نده.
ملګرو ملتونو اندازه لګولې وه چې د نړۍ آبادي لس میاشتې وړاندې لا دې حد ته رسېدلې وه او د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۲مه نېټه یې د "اته بلین ورځ" په نوم اعلانه کړله. دا خبره د امریکا د شماریاتو ادارې هم پخپل بیان کې یاده کړې ده.
د شمېرو اختلاف په دې دی چې د نړۍ د آبادۍ معلومول مشکله دي، ځکه ځیني ملکونه په مختلفه طریقه مردم شماري کوي، او یا یې هېڅ نه کوي. په ډېرو ملکونو کې د پیدائشونو او مرګونو د ریکارډ کولو سیسټم هېڅ نشته. د ادارې ترمخه، د هند او نایجریا په شان ځيني د غټو آبادیو ملکونو، په څه باندې لسو کلونو کې مردم شماري لا نده کړې.
که څه هم د نړۍ د آبادۍ وده په تېزۍ روانه ده، مګر د څو لسیزو مخکې په نسبت سوکه شوې ده. د ۱۹۶۰ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د نړۍ آبادي دوه برابره شوه، لیکن د ۲۰۰۰ نه تر اوسه له شپږ بلین نه اته بلین ته اوچته شوې ده.
د آبادۍ د ودې یوه وجه هم دا ده چې د عمرونو اوسط لوړ شوی او د پاخه عمرونو په وګړو کې زیاتوالی راغلی دی. په عالمي کچه د انسانانو د عمر اوسط اوس ۳۲ کاله دی، کوم چې توقع کیږي تر ۲۰۶۰ کاله پورې به ۳۹ کلونو ته لوړ شي.
د کېنېډا په شان ځینو ملکونو کې د پاخه عمر وګړو په مرګونو کې کموالی راغلی، او په نایجریا غوندې ملکونو کې بیا د پېنځو کلونو کښته ماشومانو د مرګونو شمېر ډېر کم شوی دی.
د مېندوارۍ شرحه، یا هغه ښځې چې ماشومان راوړی شي او د ماشومانو د پیدائیش نسبت (فرټېلېټي رېټ)، راکښته شوی دی چې دې سره د مېندو د صحت تحفظ او د هغو عمر کې هم اضافه راغلې ده.
په هندوستان، ټونس او ارجنټین غوندې ملکونو کې د پیدائشیونو او مرګونو شمېر قریب برابر بلل شوی دی.
د نړۍ قریب پېنځلس فیصده وګړي په داسې ملکونو کې ژوند کوي چېرته چې د پېدائشونو شمېر یې د مرګونو تر شمېره کم دی، چې دې کې برازیل، مکسیکو، امریکا او سویډن شامل دي. په چین، جنوبي کوریا، او سپېن کې فرټېليټي رېټ ډېر ټیټ شوی دی.
اسرایل، ایټوپیا او پاپیوا نیوګیني په هغو ملکونو کې راځي چېرته چې د مرګونو په نسبت، پیدائشونه زیات دي.
Forum