لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل د غزې انتظامي واک فلسطيني ادارې ته ورکولو وړانديز رد کړی


د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د اسرايل او حماس د جګړې ختمېدو وروسته فلسطيني اتارټۍ ته د غزې د انتظامي واک ورکولو وړانديز رد کړی دی.

نېتن ياهو د خالي/ شنبې په ورځ د يو خبريال دې پوښتنې، چې ايا د فلسطيني اتارټۍ چې په لويديځه غاړه یې جزوي کنټرول دی، د غزې انتظامي واک به ولري؟

په ځواب کې نېتن ياهو ويلي، هلته به نور څه کول وي. هغه زياته کړې، داسې اتارټي نه شي کېدی چې خپلو بچو ته د اسرايل څخه د نفرت، اسرايليانو د وژلو او اسرايلي رياست ختمولو درس ورکوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د شورو په ورځ د جنګ وروسته خاکه وړاندې کړې وه.

هغه ويلي وو، دغلته دې د فلسطينيانو د واک حکومت وي او د غزې لويديځه غاړه به ورسره شامله وي.

او د فلسطيني اتارټۍ صدر محمود عباس ویلي، د فلسطين اتارټي د يو ازاد رياست سره د پراخه سياسي حل برخه جوړېدی شي.

د رویټرز ترمخه، عباس ويلي، "غزه د فلسطين څخه نه بیلېدونکې برخه ده او مونږ به د يو کوټلي سياسي حل په چوکاټ کې دنننه خپلې زمه وارۍ پوره کوو چې پکې ختيځ يروشلم او غزې په ګډون لويديځه غاړه دواړه شاملې وي".

حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې د 1400 نه زيات اسرایليان يې وژلي او د 240 نه زيات یې يرغمل کړي وو. له دغې وروسته اسرایل په حماس جګړه پېل کړې ده. اسرایل ویلي، په حماس د جګړې دوه اهداف لري، چې يرغمل شوي کسان راخوشي شي او حماس د مينځه يوړل شي.

په غزه د يوې مياشتې نه د زياتې مودې راهسې جګړه روانه ده او د حماس د کنټرول لاندې په غزه کې د صحت چارواکي وايي، تراوسه پورې په جګړه کې د لسو زرو نه زيات کسان وژل شوي دي.

(د دې خبر ځينې معلومات د رويټرز نه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG