لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کاناډا کې یو ځل بیا د یهودانو پر ښونځي باندې ډزې شوي


واشنګټن – د کاناډا په مونټریال کې د یهودانو پر یو ښونځي (سکول) باندې د اتوار یا یکشنبې په ورځ ډزې شوي.

پولیسو ویلي، د اسرایلو او حماس ترمنځ د جګړې پر سر دا په کاناډا کې له یوې اونۍ په کم وخت کې د یهودانو په ښونځیو باندې دریم برید دی چې ترسره کېږي.

په دغه برید کې څوک ژوبل شوي نه دي خو د پېښې په ځای کې سړکونه تړل شوي وو.‌

سي ان بي سي نیوز خبر ورکړی چې وروسته له هاغې چې د سیمې د خلکو لخوا ډزې واورېدل شوې نو د پېښې په ځآی د ګولیو لګېدلو نخښې او کارتوس وموندل شول.

راپورونه وايي، د مانټریال د دوو نورو ښونځیو په دروازو باندې هم د ګولیو لګېدلو سوري ښکاري.

په دغو ښونځیو باندې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ډزې شوې وې.

دا لا نه ده روښانه چې د ښار په جنوبي برخو کې د یهودانو په ښونځیو باندې شوې پېښې له دوی سره کومه اړیکه لري او که نه.

خو راپور وايي، د شورو یا چهارشنبې په ورځ په کانکورډیا پوهنتون کې د اسرایل غزې د شخړې پر سر د دواړو خواوو ترمنځ اخ او ډب کې خلک ژوبل شوي‌ او نیول شوي هم دي.

دغه ډول په ټورانټو کې، پولیسو خبر ورکړی چې د اسرایلو او حماس له شخړې وروسته په دریو اونیو کې د یهودانو او مسلمانانو پرضد د نفرت پېښې د ۲۰۲۲ کال په پرتله دوه چنده زیاتې شوې دي.

اسرایل وايي، د حماس لخوا د اکټوبر د اومې په برید کې یې کابو ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۴۰ تښتول شوي دي.‌

د هغې په غبرګون کې حماس په فلسطینانو باندې هوايي او ځمکني بریدونه کوي چې د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې پکې تر ۱۱۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG