لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرفراز بګټي: په درې لکه ستانه شوو کډوالو کې، صرف اته زره یې حکومت اېستلي، باقي پخپله خوښه وتلي


د پاکستان نګران داخله وزیر سرفراز بګټي وایي چې غیرقانوني کډوالو ته د وتلو د خبرداري وروستو، تر اوسه شاوخوا درې لکه افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي چې په دې کې صرف اته زره یې د پاکستان حکومت اېستلي، باقي دوه لکه و څلور نیوي زره یې پخپله خوښه تللي دي.

ښاغلي بګټي چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې په سنېټ کې د کډوالو د اېستلو پروسې په باب معلومات ورکول، دا دعوه هم وکړه چې کارډ لرونکي کډوال محفوظه پاته دي او د چا ورسره غرض نشته.

بګټي د سنېټ مجلس ته وویل: "تر دې دمه چې ټولټال تللي دي، درې لکه کسان تللي دي. په هغو درې لکه کسانو کې، دوه لکه څلور نیوي زره کسان پخپله خوښه تللي دي. هغوی هیچا د لاسه ندي نیولي چې ورته ووایي له دې ځایه پاڅه په ټرک کې کېنه. د دې مطلب دا دی چې صرف اته زره کسان چې دي، هغه حکومت واپس لېږلي دي."

د انوار الحق کاکړ په مشرۍ د پاکستان نګران حکومت د اکټوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې اسناد نلرونکي بهرني وګړي دې تر یوې میاشتې پورې پخپله خوښه د پاکستان نه ووځي، که نه نو د نوامبر میاشتې له پیله به حکومت هغوی په زوره راغونډ کړي او خپلو ملکونو ته به یې واپس ولېږي.

په پاکستان کې د مېشتو غير قانوني کډوالو شمېر تر اولس (۱۷) لکو ښودل کېده. څېړونکي وايي، که چيرې د غېر قانوني کډوالو شمېر له حکومتي دعوو سره برابر وی نو بيا پکار وه چې تر اوسه له لس لکو څخه زيات کډوال بيرته تللی وی.

خبريال او څېړونکي عقيل يوسفزي وي او ای ډيوې ته وویل، "حکومتي دعوې چې څنګه وې هغسې نه ليدل کيږي. دا شمېرې حکومت د فشار دپاره کارولې خو بيا انتظامي توګه یې کوم تياری ورته نه وو نيولی او اوس د هغې نتيجه دا ده چې د کډوالو بيرته ستنېدو شمېره کې ورځ تر بلې کمی ليدل کيږي.

بل پلو د ګل/دوشنبې په ورځ بګټي په سنېټ کې د کډوالو د اېستلو د طریقې دفاع وکړه، او ویې ویل: "د پاکستان قانون وايي چې ناقانونه بهرنی وګړی دې ونیولی شي، جېل کې دې بند کړی شي، بیا دې ټرائیل ته اودرول شي، او بیا دې د ملک نه واېستل شي."

سنېټ ته د بګټي وینا وه چې حکومت د سهولت راوستلو دپاره، جېلونو کې د غیرقانوني کډوالو د اچولو او عدالت ته یې د پېش کولو له کاروایۍ تېر شوی "چې هغو ته تکلیف ونه رسیږي"، او صرف دا کډوال په عرضي مرکزونو کې ساتلی کیږي او په یوه یا دوه شپو کې خپل ملک ته واپس لېږل کيږي.

نګران داخله وزیر د ګل/دوشنبې په ورځ وویل: "هېڅ کوم کډوال چې ورسره مهاجر کارډ وي، چا لاس هم ندی وروړی، او که داسې شوی هم وي، نو زما شناختي کارډ خو هم د سړک په سر کتل کیږي. که د هغه افغان کارډ چېک کیږي، نو په دې کې د ناراضګۍ خبره څه ده؟"

تر دې وړاندې، د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران صوبايي وزیر جان اڅکزي په کراچۍ ښار کې د خبري کانفرانس پر مهال دعوه کړې وه چې نګران حکومت به د رياستي فیصلې ترمخه له هېواده د لا قانونه بهر ملکيانو ايستلو وروسته د قانوني اسناد لرونکو کسانو پرضد هم دغه ډول مهم شروع کوي.

همدا راز د نوامبر میاشتې له پیل راهېسي د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په کډوالو باندې د چاپې وهلو رپوټونه ورکول کیږي او په ځینو برخو کې خو داسې هم پېښ شوي چې د عرضي ساتنې په مرکزونو کې نیول شوو کډوالو، صحافیانو ته خپل مهاجرت کارډونه هم ورښکاره کول چې د کارډونو د درلودلو باوجود نیولی شوي دي.

سرفراز بګټي د کډوالو د واپس تللو په لړۍ کې په سرحداتو باندې د ستونزو موجودیت تصدیق کړ او ویې ویل، "دومره په غټ شمېر کې کسان چي ځي، نو په سرحداتو باندې انتظام کې نیمګړتیاوې راځي."

مګر د دې ترڅنګ، هغه دا هم وویل چې د واپس کېدونکو کډوالو دپاره حکومت د شکایتونو د اورېدو ټلیفون لاین پرانېستی چې په هغو باندې د غور کولو پروسه یې پخپله څاري.

د کډوالو د نړيوالو ادارو په ګډون امریکې، د بشري حقونو نړیوالو تنظيمونو او په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواکو ډلو هم له پاکستانه په لنډه موده کې د افغان کډوالو د اېستلو فیصلې سره مخالفت ښودلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG