لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان دولتي بېنک وایي د اکتوبر میاشت کې 12.68 میلینه ډالره بهرنۍ پانګونه شوې


د پاکستان د دولتي بېنک د خبرپاڼې له مخې، په اکتوبر میاشت کې په هېواد کې 12.68 میلینه ډالره بهرنۍ پانګونه شوې ده چې دې کې 12.38 میلینه ډالره په شخصي څانګه او 2.9 میلیونه ډالره په دولتي څانګه کې شوې ده.

د سټيټ بینک د رپورټ له مخې د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې 539.8 میلیونه ډالره بهرنۍ پانګونه شوې ده.

بینک وایي له جولای څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په شخصي څانګه کې 53.56 میلینه ډالره بهرنۍ پانګونه شوې اؤ په دې موده کې په شخصي څانګه کې په 4 میاشتو کې په مستقیمه توګه 52.47 میلینه ډالره پانګونه شوې ده.

د سټیټ بینک رپورټ زیاتوي چې په څلورو میاشتو کې 1.09 بیلین ډالر د سټاک مارکیټ له لارې پانګه اچونه شوې، اؤ 3.2 ملیارد ډالر د هیواد په شخصي سکتور کې پانګونه شوي ده.

د دولتي بېنک د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال په څلورو مياشتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله 17.8 فیصدي زیاته پانګونه شوې ده.

سټېټ بېنک بهرنیو پانګونو کې د اضافې دا رپورټ په داسې حال کې خپورکړی چې تېره اوونۍ د پاکستان د خزانې مرکزي نګران وزېرې شمشاد اختر ویلي وؤ چي د پاکستان اقتصاد لا اوس هم په نازک حالت کې دی او که حکومت ته فرصت تر لاسه شو نو په ممکنه توګه به د آی ایم ایف نه د پور د یو بل پروګرام تر لاسه کولو هڅه وکړي.

مېرمن شمشاد اختر ویلي وؤ پاکستان ته په برامداتو کې د اضافې او مقامي وساېلو پېدا کولو پورې د آی اېم اېف سره پاتې کېدل اړين دي.

تېره اوونۍ د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د نهو میاشتو د لنډ مهاله قرض پروګرام لومړۍ ارزونه سرته رسېدلې او آي اېم اېف وايي چې د اېګزیګټيو بورډ له منظورۍ وروسته به پاکستان ته 700 ميليونه ډالره ترلاسه شي.

د مالي او اقتصادي چارو ماهرين وايي که څه هم پاکستان ته د آي اېم اېف لخوا دا روان لنډ مهاله قرض پروګرام بې له کوم ځنډ اسانۍ سره ترلاسه شوی و خو زياتوي چې د پاکستان اقتصادي مشکلات لا ختم نه دي او هېواد لا هم د اېکسټرنل فنانس ېا بهرنې مالي مرستو د چېلنجونو سره مخامخ دی.

داقتصاد پوهه شهريار بټ په نظر راتونکو دريوؤ کلونو کې به پاکستان ته نزدې د 72 اربه ډالرو ضرورت وي او دا 72 اربه ډالره پاکستان يوازې د دوستو هېوادونو په مرسته او د خپلو ذرايعو څخه نه شي ترلاسه کولی.

د وي او اې ډیوه خبریال ارشد حسین سره خبرو کې هغه ویلي ددې 72 اربه ډالرو لپاره به پاکستان ته د آي اېم اېف د يو بل اوږد مهاله قرض پروګرام ضرورت وي او د هغې لپاره به پاکستان ته له اوسه هلې ځلې پېل کول وي،د آي اېم اېف په شرطونو به عمل کول او د حکومت لخوا ورکول کېدونکي رعایتونه به ختمول وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG