لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورخم لار ډرایورانو ته د پاسپورټ او ویزې د شرط له کبله د تجارتي لاریو لپاره بنده کړل شوه


د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د طالبانود حکومت د اطلاعاتو او کلتور اداره وايي د چمن او سپین بولدک د سرحدي لارې له بندېدو وروسته د تورخم لار هم د تجارتي مالونو د ټرکونو لپاره تړل شوې ده.

په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايي په پوله د سبزۍ او فروټو ګاډو ته د پاسپورټ او ويزې پرته د تګ راتګ اجازه ده او نور خلک د ويزې نه پرته تګ راتګ نه شي کولای. دوی زياتوي د پياده خلکو تګ راتګ روان دی او دې سره سم د خپل وطن ته ستنېدونکو کډوالو تلو عمل هم دوامداره دی.

دغې ادارې د سه شنبې- نهې په ورځ رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د تورخم سرحدي لار د پاکستاني چارواکو د ټرانزېټ لپاره نن غرمه بنده کړې ده. د تورخم لپاره د طالبانو یو چارواکي مولوي عصمت الله يعقوب په اعلامیه کې ویلي:

"د تورخم دروازه يوځل بيا د پاکستاني مسوولينو له لوري د ټرانزېټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې په مشروط ډول وتړل شوه، چې له موټر چلوونکو څخه يې د ويزې او پاسپورټ غوښتنه کوله".

دا اعلامیه وايي د طالبانو حکومت له پاکستاني موټر چلوونکو څخه تراوسه د ویزې او پاسپورټ غوښتنه نه ده کړې.

پاکستاني سرچینو وي او اې ته وویل چې د تورخم لار د طالبانو د امنیتي ساتونکو بنده کړې ده. په تورخم د پاکستاني چارواکو ویلي افغان ډرايورانو ته يې د نومبر 21مه ورکړې وه چې ويزې لګولو نه پس پاکستان ته رادخلېږي او ګاډۍ دې خپل منزل ته رسوي خو وایي په دې خبره عمل ونه شو او نن ډرايورانو ته د ويزو پرته د پاکستان ته رادخلېدو اجازه ورنه کړل شوه.

چارواکي وايي دې نه پس افغان طالبانو په تورخم کې افغانستان ته د اېمپورټ او اېکسپورټ ګاډو په داخلېدو باندې بندېز ولګاوه او دا مهال دواړو غاړو ته په سلګونو شمېر کې ډک او تش ګاډي ولاړ دي.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په ټرانزیټي مالونو بار په زرګونو کانټینرو ته د شپږ اوونیو ځنډ وروسته افغانستان ته د انتقال اجازه ورکړې وه.

د پاکستان چارواکو د تجارتي سامانونو ډرایورانو ته د ویزې او پاسپورټ د شرط لپاره ټاکلې موده تېره شپه دوولس بجې ختمه شوې ده. د بي بي سي پښتو د خبر له مخې د پاکستان کسټم چارواکي وايي دوی شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د افغان لاریو چلونکو لپاره د ویزې شرط حتمي ګڼلی وو.

د تورخم لارې تر بندېدو مخکې د دوشنبې- ګل په ورځ د بلوچستان په چمن ښار کې د «لغړیانو» پرلت کوونکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن او بولدک لاره د تجارتي مالونو د تګ راتګ او ټرانزیټ لپاره بنده کړې وه.

په چمن کې له یوې میاشتې راهیسې پرلت کوونکي د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې د مخالف لپاره احتجاج کوي چې له مخې یې په دغه لاره باندې له ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کیږي.

د پاکستان حکومت تر دې پریکړې مخکې به د افغانستان په تذکره او د پاکستان په شناختي کارډ باندې خلکو د سرحد دواړو غاړو ته تګ راتګ کاوه. پرلت کوونکي غواړي چې هغسې د پخوا په څېر د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي.

د تورخم لار نه یواځې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت او ټرانزیټ مالونو د لیږد لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، بلکې دا لار د پاکستان او منځنۍ اېشیا د هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.

د افغانستان د تجارت د چېمبر یو مشر خان جان الکوزي وي‌ او اې ته وویل، پاکستان د تورخم او سپین بولدک پر لارو له تجارتي مالونو بار لاریو افغان ډرایورانو څخه د پاسپورټ او ویزو غوښتنه کوي، وایي‌ دې کار د مالونو د لیږد په برخه کې ستونزې پیدا کړې دي.

هغه وویل تر دې دمخه به افغان ډرایوران تر پېښور او پاکستاني ډرایوران تر جلال اباد پورې له پاسپورټ او ویزو پرته تګ راتګ کاوه.

خان جان الکوزي وویل د اپټا د قانون له مخې پاکستان باید درې میاشتې دمخه افغانستان ته د نوي پلان د پلي کولو په اړه خبر ورکړي خو وایي دا هیواد پرته له مخکینۍ اطلاع پرته دا نوي قوانین عملي کړي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي‌ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG