د نېډرلېنډز سختدریځه ښي اړخی او تېزژبی سیاستوال خېرت وېلډرز، چې ډېر ځله د امریکا د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ په شان بلل شوی دی، د شورو/چهارشنبې په ورځ انتخاباتو کې د حېرانوونکې کامیابۍ نه وروستو، اوس د یو حکومت په جوړولو باندې مذاکراتو ته تیاری نیسي.
که څه هم وېلډرز په انتخاباتو کې غټه کامیابي ترلاسه کړې، مګر د حکومت جوړولو دپاره د پارلېمان پوره څوکۍ ورسره نشته او د اکثریت ترلاسه کولو دپاره، په لسهاوو څوکۍ ورسره کمې دي. دا لا نده معلومه چې نور ګوندونه د هغه سره اتحاد کولو ته دلچسپي لري او که نه. توقع کیږي چې په دې برخه کې به مذاکرات څو میاشتې وخت ونیسي.
سیاسي زلزله
د شورو/چهارشنبې ورځې په ماښام چې د نېډرلېنډز د انتخاباتو غیرحتمي نتایج راښکاره شول او دا معلومه شوه چې د خېرت وېدلډرز متعلق فریډم پارټۍ لویه کامیابي ترلاسه کړې، دغو نتایجو په ټول یورپ کې سیاسي زلزله راوستله.
د وېلډرز ګوند د پارلېمان د ۱۵۰ څوکیو نه، ۳۷ څوکۍ ترلاسه کړې او خپل نږدې رقیب ته یې چې د لېبر او ګرین پارټیو اتحاد و، په آسانۍ سره ماتې ورکړه. دغه اتحاد صرف ۲۵ څوکۍ ګټلي دي.
د فریډم اېنډ ډېموکراسۍ په نوم واکمن ګوند چې لږڅه ښي اړخی دی او د موجوده وزیراعظم مارک روت پارټۍ ده، ۲۴ څوکۍ خپلې کړي او د انتخاباتو د نتایجو شپه ورته مایوس کوونکې وه.
خېرت وېلډرز د ډېر وخت راهېسي د نېډرلېنډز (هالېنډ) په سیاست کې یوه جنجال پاروونکې څهره وه، خو وړاندې تر دې یې هېڅ کله دومره غټه کامیابي نه وه ترلاسه کړې.
شپېته کلن خېرت وېلډرز د خپلې دغې کامیابۍ وروستو، یو ځل بیا د کډوالو ضد لهجه استعماله کړه. هغه وویل: "خلکو خپله خبره وکړه. خلکو وویل چې نور مونږ د دې حال نه په تنګ او ستړي یو. مونږ به دا یقیني کړو چې د نېډرلېنډز خلک بېرته په اول لمبر راشي."
خېرت وېلډرز په هېګ ښار کې خپلو خوشحالو ملاتړ کوونکو ته په وینا کې وویل: "د نېډرلېنډ وګړی هم امید لري. امید یې دا دی چې خلک دا ملک بېرته خپل کړي. دا چې یقیني کړو چې نېډرلېنډز یو ځل بیا د نېډرلېنډز د خلکو دپاره وي. دا چې مونږ د پناه غوښتنې او کډوالو ټسونامي محدوده کړو."
د اسلام په اړه دریځ
د خېرت وېلډرز د پارټۍ منشور "په نېډرلېنډز کې د کم/لږ اسلام" وعده کوي. په ۲۰۱۶ کې هغه د نفرت خورولو او تفریقي چلند په تورونو کې مجرم وبلل شو، ځکه د یوې ډلې په مشرۍ یې نعره بازۍ کړې وې چې زیات مراکشي وګړي دې نېډرلېنډز ته نه پرېښودل کیږي.
اقلیتي ډلو د انتخاباتو د نتایجو په اړه تشویش څرګند کړی دی. په نېډرلېنډز کې مسلمانان پېنځه فیصده (۵٪) آبادي جوړوي. د نېډرلېنډز د مسلمانانو د تنظیم مشر محسن کوکتاش روئټرز خبري ادارې ته ویلي: "مونږ په نیډرلېنډز کې د اسلام او د مسلمانانو د آیندې په اړه لوی تشویشونه لرو."
د چهارشنبي په انتخاباتو کې د کامیابۍ نه پس، د خېرت وېلډرز په اسلام ضد لهجه کې لږ څه نرمي ولېدلی شوه.
وېلډرز وویل: "که زه وزیراعظم شوم، زه به د نېډرلېنډز د ټولو وګړو وزیراعظم یم، که هغه د هر جنسیت یا هر مذهب وګړي وي او د هره ځایه راغلي وي."
د ټرمپ سره پرتله کول
د خېرت وېلډرز رنګ کړی شوي زېړ وېښتان او قدامت پسندانه سیاسي اېجنډا د خلکو پام دې ته اړولی چې هغه د امریکا د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ سره پرتله کړي. وېلډرز پخپله څو څو ځله ډونالډ ټرمپ ستایلی دی.
د وېلډرز دا وعدې چې "نېډرلېنډز به اول وي"، د یورپ، امریکې او نورو سیمو د پاپولسټي پارټیو د نعره بازیو پیروکاري ده.
وېلډرز دې ته هم کمپېن کړی چې نېډرلېنډز دې د یورپي اتحاد نه ووځي. هغه په یورپي اتحاد کې د اوکراین د شامل کېدو خلاف دی، او دا یې هم ویلي چې د نېډرلېنډز پوځ ته په کار ده چې نور د اوکراین مرسته ونکړي.
خو اوس چې وېلډرز د حکومت جوړولو دپاره د نورو ګوندونو سره اتحاد ته ضرورت لري، احتمال یې شته چې په دې برخو کې خپل دریځ لږ څه نرم کړي.
Forum