لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني پولیسو د حماس او فلسطیني تنظیم صامدون د ملاتړو کورونه محاصره کړي او پلټلي دي


د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي د حماس او یوې بلې فلسطیني وسلوالې ډلې صامدون پر فعالیتونو د وروستیو بندیزونو په تړاو یې پرون په دغه هېواد کې د هغوی 16 کورونه محاصره کړي او پلټلي یې دي.

وزارت وايي 500 پولیسو یې د نومبر پر 23مه سهار وختي د برلین په ګډون په څلورو ایالتونو کې عملیات وکړل چې وایي مقصد یې پر حماس او صامدون د بندیز عملي کول او په دې هېواد کې د دوی غیرقانوني اډاڼې ختمول وو.

د جرمني پولیسو د نومبر پر 21مه هم په باویریا ایالت کې د 17 کسانو د کورونو پلټنه کړې وه، چې وایي پر ټولنیزو رسنیو یې د اینټي سېمیټزم یا له یهودانو د کرکې په اړه پوسټونه کول.

د جرمني د کورنیو استخباراتو د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې د حماس ډلې شاوخوا 450 غړي دي، وایي د دوی فعالیتونه د حماس له ملاتړ او پروپیګنډې نیولې تر مالي مرستو او د چندو را ټولولو پورې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي د عملیاتو په مهال یې سمارټ ټیلیفونونه، لیپټاپ کمپیوټرونه او نور بېلا بېل اسناد ضبط کړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیره نېنسي فېزر وایي په خپل هېواد کې به "د سخت دریځه اسلامپالو" پر فعالیتونو ژور نظر ساتي او په ضد به یې خپلو اقدامات ته دوام ورکوي، مېرمن فېزر ویلي:

"د حماس او صامدون د فعالیتونو په بندولو سره مو واضح پیغام ورکړ چې د اسرایل په ضد به د حماس د وحشیانه برید ستاینه او ملاتړ هیڅکله ونه زغمو".

جرمني د نومبر په دویمه پر دې دواړو ډلو بندیز اعلان کړی، وایي صامدون پر اسرایل د حماس د بریدونو په جشن کې لاس درلود. یورپي اتحاد، امریکا او اسرایل حماس ترهګره ډله بولي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې د حماس ډلې غړو په دغه هېواد کې هېڅ ډول د ترهګرۍ فعالیت نه دی کړی او نه یې هم دغې ډلې ته پیسې ټولې کړې، خو وایي صامدون ډلې تاوتریخوالي ته لېوالتیا لرله او اسرایل نه مني.

حماس ډلې د اکتوبر په اوومه پر اسرايل باندې بریدونه وکړل، اسرايلي چارواکي وايي په دغو بریدونو کې یې 1,200 وګړي وژل شوي او شاوخوا 240 یرغمل دي چې 50 به د ډزبندۍ د څلورورځني تړون په بنیاد نن خوشي شي.

په غزه کې د حماس حکومت دعوه کوي چې د اسرايل په بریدونو کې نژدې 15000 فلسطینیان وژل شوي دي، وایي اکثریت یې ولسي خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG