واشنګټن – اسوسیېټېډ پریس خبري ادارې خبر ورکړی چې حماس د جمعې په ورځ لومړۍ ډله برمته شوي کسان خوشې کړي چې ۱۳ تنه پکې اسرایلیان دي.
د تایلېنډ وزیر اعظم سریتا توېسن ویلي، په دغه ډله خوشې کړای شویو کسانو کې ۱۲ تنه تایلېنډیان هم خوشې کړای شوي دي.
حماس دغه ۲۵ تنه برمته شوي کسان له اسرایلو سره د شوي څلور ورځني اوربند په لومړۍ ورځ باندې خوشې کړي دي.
اې پي لیکي، چې دغه کسان د اسرایلو د تېرې اوه اونیو راهیسې په روانو عملیاتو کې په غزه کې ساتل شوي وو.
تمه ده د اسرایلو لخوا به هم په لسګونو فلسطینیان خوشې کړای شي.
د ډزبندۍ د شوي تړون له مخې چې د جمعې په ورځ عملی شوی، حماس د ۲۴۰ برمته کړو کسانو څخه د لږ تر لږه ۵۰ تنو د خوشې کېدو ژمنه کړې وه.
دغه ډول د تړون له مخې به اسرایل ۱۵۰ فلسطینیان خوشې کوي.
دواړو غاړو موافقه کړې ده چې ښځې او ماشومان به لومړی خوشې کوي.
په ورته وخت کې یو اسرایلي چارواکي تایید کړې چې خوشې کړای شوي تایلېنډیان له غزې وتلي او په اسرایلو کې یو روغتون ته په لاره دي.
اسرایلو همدارنګه ویلي، چې شوی تړون به د هرو لسو بندیانو د خوشې کېدو لپاره یوه یوه ورځ نور هم اوږدېږي.
د حماس یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په خوشې کړای شویو اسرایلیانو کې ځینو د دوهم هېواد تابعیت هم درلود.
د اسرایلو د عدلیې وزارت د ۳۰۰ فلسطیني بندیانو نوملړ خپور کړی چې وايي خوشې کېدو ته برابر دي.
فلسطیني چارواکو ویلي، تمه ده ۳۹ کسان چې ۲۴ یې ښځې دي او ځینې یې په اسرایلو ځواکونو باندې د بریدونو قصد کړی وو او ۱۵ نور تنکي ځوانان دي چې په اسرایلو باندې یې ډبرې ویشتلې وې د جمعې په ورځ خوشې کړای شي.
Forum