لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ خپلو دوؤ پخوانیو پوځي افسرانو ته د مشقت د بند سزاګانې اورولې دي


د پاکستان پوځ خپلو دوؤ پخوانیو پوځي افسرانو عادل فاروق راجا اؤ حیدر رضا مهدي ته په ټولنیزو رسنیو د پوځ پرضد د کرکې خورولو دجرم په تور د ۱۴ اؤ ‍۱۲کالو د مشقت د بند سزاګانې اورولې دي.

د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار ویلي دغو دواړو پخوانیو پوځي افسران ته دا سزاګانې د پاکستان د پوځي قانون 1952 په اساس د فیلډ جنرل کورټ مارشال له لارې اورول شوې دي.

پخواني پوځی افسران عادل فاروق راجا اؤ حیدر رضا مهدي دا مهال دپاکستان نه بهر دي اؤ په ټولنیزو رسینو د پخواني وزیراعظم عمران خان په حق اؤ د پاکستاني پوځي مشرانو په مخالفت کې پروګرامونه کوي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې دغو دواړو پخوانیو پوځي افسرانو د پوځ پرضد خلک بغاوت ته راپارول، د افیشل سکریټ ایکټ 1923 د دفعو څخه یې سرغړونه کړې ده اؤ د ریاست د ګټو اؤ تحفظ پرضد یې فعالیتونه کول اؤ هم ددغو جرمونو په اساس په سزا مجکوم کړل شوي دي.

د پوځ بیان کې راغلي چې پخواني میجر عادل فاروق راجه ته د څوارلسو کالو اؤ پخواني کیپټن رضا مهدي ته د ۱۲ کالو د مشقت نه د ډک بند سزاګانې اورول شوې دي.

پوځ ویلي چې د روان کال په ۷م اؤ‌۹م اکتوبر دغه دواړه پخواني پوځي افسران عدالتي کارروایۍ کې مجرمان ګرځول شوي دي اؤ د دواړو پوځي رتبې یا رینکونه هم ضبط کړی شوي دي.

پخونی پوځي میجر عادل راجا پروسکال وروسته له هغې له پاکستان برتانیې ته تښتېدلی ؤ چې د عمران خان حکومت پارلیمان کې د باورۍ د تحریک له لارې نسکور کړل شو.

عادل راجه په ټولنیزو رسنیو ایکس اؤ یوټیوب زیات فعال دی اؤ هغه اکثره پخپلو پروګرامونو اؤ څرګندونو کې د پوځ موجوده سرلښکر، د استخباراتي شبکې آی ایس آی مشر اؤ نور لوړ پوړي پوځی چارواکي د عمران خان د حکومت په نسکورولو تورنوي.

همدا شان رضا مهدي هم د هغه سره په ټولنیزو رسنیو یوه شو کې برخه اخلي اؤ هغه هم موجوده پوځی مشرانو باندې د ملک خلاف د اقداماتو تورونه لګوي.

عادل راجه زیاتره وخت په ټولنیزو رسنیو دعوې کوي چې هغه ته د پوځ دننه نه اطلاعات ترلاسه کیږي اؤ دهغې په اساس د پوځی مشرانو د کړنو نه نړۍ خبروي.

دغه دواړه پخواني پوځی مشران وخت په وخت په ټولنیزو رسنیو وایي چې په پاکستان خوږیږي اؤ د پوځ خلاف نه دي بلکې پوځ کې د بد کرداره افسرانو د کړنو پرضد ولاړ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG