د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانیکا د اسلام اباد په یوه سیمه ییزه محکمه کې د عمران خان او بشرا بي بي د نکاح پر ضد شکایت کړی دی.
خاور مانیکا د سې شنبې په ورځ د سول جج قدرت الله په عدالت کې د شکایت سره سم خپل بیان هم ثبت کړی دی، نوموړي له محکمې غوښتنه کړې چې بشرا بي بي او عمران خان ته سزا ورکړي.
د خاور مانیکا دا درخواست وروسته له هغې مخې ته راغلی چې د تېرې جمعې په ورځ د محمد حنیف په نوم یوه تن د عمران خان او بشری بي بي خلاف د غیر شرعي نکاح کیس کې خپل درخواست بیرته واخیست.
د خالي په ورځ جمع کړې شوې درخواست کې خاور مانیکا د عمران خان او بشریٰ بي بي د نکاح نقل او د څلورو ګواهانو فهرست هم عدالت ته ورکړی دی او عدالت نه یې د بشرا او عمران خان د رابللو غوښتنه کړې ده.
پخوانی وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د عدت په دوران کې بشرا بي بي سره په واده کولو تورن دى. په دې لړ کې د اسلام اباد په ضلعي عدالت کې د يوې مقدمې اورېدنې په مهال د عمران خان اؤ بشرا بي بي نکاح تړونکي نکاح خوان مفتي سعيد په خپل بيان کې دعوه کړې وه چې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه يې د عمران خان اؤ بشرا بي بي نکاح تړلې وه.
مفتي سعید دعوه کړې وه چې عمران خان د ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ میاشت کې بیا ورسره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې بشری بي بي د ۲۰۱۷م کال په نومبر میاشت کې طلاقه شوې وه او د لومړۍ نکاح پر مهال د بشرا بي بي عدت هم نه و پوره شوی.
خاور مانیکا په خپل درخواست کښې نکاح خوان مفتی سعید، عون چوهدری او محمد لطیف د شاهدانو په توګه شامل کړي دي.
خاور مانیکا پخپل خواست کې ویلي چې عمران خان د پرلت پر مهال د بشری بي بي د خور په واسطه د دوي سره پېژندګلو پېدا کړې وه اؤ وروسته بیا هغه د دوي په کورني ژوند کې لاسوهنه پېل کړه.
د درخواست کوونکي په وينا، \"ما هڅه وکړه چې عمران خان له خپلې کورنۍ څخه په باعزته توګه په ډډه وساتم، خو هغه پرله پسې لاسوهنې کولې او د پيرۍ مريدۍ په بهانه یې د دوي کور اؤ شخصی ژوند ته لار پیدا کړه"
د خاور مانيکا له بيان ريکارډ کولو وروسته عدالت د خواست اورېدنه تر 28م نومبر پورې ځنډولې ده۔
د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۲۷ مه بشری بي بي په یوه تلویزیوني مرکه کې د عدت له مودې ختمېدو مخکې د عمران خان سره د خپلې نکاح دعوې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې د لومړي واده له طلاق وروسته یې نه یوازې خپله دعدت پوره کړې وه، بلکې له طلاق اووه میاشتې وروسته یې د تحریک انصاف مشر سره واده کړی ؤ.
Forum