د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د امنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرګی بريد شوی، چارواکي وايي په بريد کې ۱۳ دایف سي عسکر اؤ ۸ عام وګړي ژوبل شوي اؤ یو تن پکې وژل شوی دی .
په ژوبلو کې د دریوؤ عسکرو حالت مرګونی ښودل شوی دی.
د بنو پولیس او سیمه کې امنیتي چارواکو وي او ای ډیوه ته تاييد کړې ده چې دا پېښه نن غرمه د بنو میرانشاه سړک د پاڅه د بنو بکاخېل تحصیل په ازاد منډۍ سیمه کې شوې ده ـ
د سيمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل نن غرمه د امنیتي عسکرو قافله د بنو نه میرانشاه ته په لار وه چې ځانمرګي بارودي زرنج ګاډی د امنيتي عسکرو د ګاډي نه تمبولی دی.
د دوی وینا ده برید کې ۱۳ د ایف سي عسکر ژوبل شوي اؤ اته ملکي وګړي ژوبل شوي اؤ یو تن پکې وژل شوی دی، په پېښه کې ژوبل شوي تنان د بنو پوځي روغتون ته رسول شوي دي ـ د روغتون چارواکي د دریوو عسکرو حالت مرګونۍ یاده وي ـ
پوليس او د انتظامیې چارواکي وايي ټوله سیمه یې په ګیره کې اخستې او د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي ـ
د بريد ذمه واري تراوسه چا نه ده منلې. نه د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دې بريد په اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
وي او ای ډیوه ته د امنیتي سرچینو نه د ترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې برید کې د ژوبل شوؤ عسکرو پېژندګلو د شعیب، قابل،ندیم،سهیل،اسلام الدین،بخت امین،بلال امین،عابد،شمشاد،محب الله ،طارق اؤ یاسر په نومونو شوې ده.
همدا شان د کاشف،شمیر خان،ګل خنان،صابر ګل ،زیت الله ،شاه قیاز اؤ طفیل کلام په نومونو عام کسان هم په دې برید کې ژوبل شوي
پېښه کې د وژل شوي تن نوم د اشرف علي په توګه مخې ته راغلی دی.
تر دې وړاندې د ستمبر په میاشت کې د بنو جاني خېل سیمه کې ځانمرګي برید شوی و چې پکې د پاکستان پوځ نهه عسکر وژل شوي وو ـ
د صوبې په جنوبي ضلعو کې په دې تیرو درېوؤ ورځو کې دا دریم برید دی ـ
دې نه وړاندې د شمالي وزیرستان رزمک او جنوبي وزیرستان سراروغه کې په پوځ بريدونه شوي وؤ چې په دواړو پېښو کې دوه، دوه عسکر وژل شوي وو.
د دغه بریدونو ذمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.تیره میاشت د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ويلي وو په افغانستان دطالبانو د واکمنۍ وروسته په پاکستان کې ترهګري 60 فيصدو پورې او په ځانمرګي بريدونو کې 500 فیصده اضافه شوې ده.
هغه ويلي وؤ افغان طالبانو پاکستان ته باور ورکړی و چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول.
خو هغه وخت افغان طالبانو ویلي وو دا خبره ردوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ حملې د افغانستان څخه کېږي، افغان طلب چارواکو ويلي وو پاکستان خپله ناکامي په افغانستان وراړوي
Forum