لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د نامعلومه تن په ډزو کې درې فلسطيني زده کوونکي ژوبل شوي


د امریکې د ورمانټ رياست په برلنګټن ښار کې د يو تن په ډزو کې درې فلسطيني نژاده زده کوونکي ژوبل شوي دي. سي اېن اېن نن د ګل/ دوشنبې په سهار ویلي، په زده کوونکو ډزې کوونکی مشکوک تن پوليسو نيولی دی.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه، پوليسو ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي او شک کوي چې دا د کرکې پېښه کېدای شي.

د برلنګټن پوليسو ويلي، دغه پېښه د خالي/ شنبې په ماښام له ورمانټ پوهنتون سره نزدې شوې ده يو تن په تماچه په درې فلسطينيانو زده کوونکو ډزې کړی او تښتېدلی وو.

پوليسو ویلي دوه زده کوونکي امريکايي شهريان او يو په قانوني توګه په امريکا کې مېشت دی.

د پولیسو په وينا، کوم وخت چې په دوی حمله کېده په دوی کې دوو زده کوونکو تور او سپين سکارپونه اغوستي وو.

ویل شوي د ژوبلو زده کوونکو درملنه روانه ده او يو پکې زیات ټپي شوی دی.

فلسطين پلوه تنظيم انسټيټيوټ فار مډل ايسټ انډرسټېنډنګ ويلي، کوم وخت چې په زده کوونکو حمله کېده دوی هغه وخت په عربۍ ژبه کې خبرې کولې.

په اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرايل حملې او بيا جګړې پېل کېدو راهسې په امریکا کې د مسلمانانو او يهوديانو پرضد د کرکې پېښې زیاتې شوې دي.

د برلنګټن پوليسو مشر جان مراد ويلي، دا څوک په دې پېښه او مشکوک تن شک نه شي کولی چې دا پېښې د کرکې په بنياد شوې ده.

او د ژوبلو کسانو کورنيو په يو ګډ بیان کې ويلي، چارواکي دې د ډزو د پېښې پلټنې د کرکې د پېښې په توګه وکړي.

(د خبر معلومات له رويټرز څخه اخستل شوی)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG