د پاکستان پوځ دعوه کړې، د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په بکاخېلو کې پرونی ځانمرګی بريد د حافظ ګل بهادر ډلې يو افغان وګړي کړي وو.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه پوځ نن د ګل/دوشنبې په ورځ د پروني ځانمرګي برید خبر ورکړی دی.
پوځ ویلي، "ځانمرګي د موټر سايکل د لارې د امنیتي ځواکونو قافله په نخښه کړې، دوه ملکي وګړي پکې وژل شوي، درې امنيتي اهلکار او اووه ملکي وګړي پکې ژوبل شوي وو".
پرون امنیتي سرچینو په بريد کې د يو تن د وژل کېدو او 13 اېف سي عسکرو او اته ملکي وګړو د ژوبلېدو خبر ورکړی وو.
د پروني بريد زمه واري تراوسه چا په رسمي ډول نه ده منلې.
خو پوځ ويلي، دغه بريد "د حافظ ګل بهادر ډلې سره تړاو لرونکي يو افغان وګړي کړی وو".
د اې پي پي لخوا خپور شوي خبر کې د ځانمرګي نور تفصيل نه دی ویل شوی.
پاکستان د اوږدې مودې نه په افغانستان تورونه لګوي چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي. خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.
د روانې مياشتې (نومبر) په اتمه نېټه د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".
کاکړ زياته کړې وه، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو له بده مرغه داسې ونه شول".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزيراعظم دعوو او تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".
هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".
Forum