لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له حماس څخه ازاد شوي بندیان د غیر منظمو خواړو او په څوکیو د ویده کېدو کیسه کوي


واشنګټن – د حماس لخوا برمته شوي کسان اسرایلو ته له رسېدو سره سم له حماس سره د خپل بند کېسې کړي.

دوی وايي، په پلاستیکي څوکیو به ویده کېدل. په خواړو کې ورته ډوډۍ او وریځې ورکول کېدې او په ساعتونو ساعتونو به یې تشناب یا ریسټ روم ته انتظار باسه.

د اوربند د تړون له مخې، د حماس لخوا په تېرو دریو ورځو کې ۵۸ برمته شوي کسان خوشې کړای شوي دي چې اکثره یې تر اوسه هم له خلکو پټ دي او زیات یې د اسرایلو په بېلابېلو روغتونونو کې دي.

په اسرایلو باندې د حماس له بریده نېږدې دوه میاشتې وروسته هم چې ۱۲۰۰ کسان یې پکې وژلي وو د حماس لخوا زیاتره ازاد شوي کسان په ښه فزیکي حالت کې ښکاري.

د هغوی د بند د حالت په اړه معلومات په کلکه تر کنټرول لاندې دي خو د خوشې کړای شویو کسانو کورنیو د خپلو کورنیو د برمته شویو کسانو د کیسو شریکول پیل کړي.

مېروې رېوایو چې د کورنۍ درې کسان یې د حماس لخوا تښتول شوي وو د جمعې په ورځ وویل، هغوی ته په غیر منظمه توګه خواړه ورکړل شوي او یواځې وریځې او ډوډۍ یې خوړلې.

هغه وايي، د هغې ترور او ځوی یې کېرېن او رت منډر دواړو په ۵۰ ورځو کې اوه کیلو وزن له لاسه ورکړی.

د هغې ۹ کلن وراره اوحد مندر زېچري هم ډنګر ښکارېده.

رېوایو وویل، هغې د خپلې کورنۍ د خوشې کړای شویو غړو څخه اورېدلي چې دوی د څوکیو په کتارونو باندې خوب کاوه لکه په یو تم ځای کې چې څوکۍ خوا په خوا سره ایښي وي.

دوی ویل کله باید تشناب ته له تللو مخکې یې په ساعتونو باندې انتظار کړی وای.

د ۸۵ کلنې خوشې کړای شوې مېرمنې یفا ادر لمسۍ ادوا ادر وویل، چې د هغې نیا هم وزن له لاسه ورکړی وو.

ادار وايي، "هغې د خپل بند ورځې شمېرلې." او زیاته یې کړه، "هغه راغله او وویل، زه پوهېږم چې زه هلته ۵۰ ورځې وم."

ادار وویل، د هغې نیا ته په بند کې ویل شوي وو چې د کورنۍ غړي یې وژل شوي او اوس پوه شوه چې هغوی ژوندي دي.

ادار وویل، د هغې خلاصېدل یو تریخ خوږوالی دی. هغه په دې هم پوه شوه چې کور یې د اورپکو لخوا ویجاړ شوی.

ادار وویل، "د یوې ۸۵ کلنې مېرمنې لپاره، تاسو خپل کور لرئ چېرې چې مو خپل ماشومان لوی کړي وي. تاسو خاطرې لرئ، د انځورونو البومونه، ستاسو جامې."

خو ادار وویل، چې "هغه هیڅ هم نه لري او هر څه باید له سره پيل کړي. هغې وویل، چې دا هر څه د هغې لپاره سخت دي."

په دغو ۵۰ ورځو کې چې اسرایلیان غزې ته تښتول شوي وو،‌ اسرایلو په خپلو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د غزې پټۍ ویجاړه کړه او د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر ۱۴۰۰۰ زیات فلسطینیان پکې ووژل شول.

د اوسني څلور ورځني‌ اوربند په ترڅ کې حماس ۵۰ اسرایلیان د خپلو ۱۵۰ فلسطینیانو په مقابل کې خوشې کړل او غزې ته زیاتې بشري مرستې ورسېدې.

دغه ډول ۱۸ بهرنیان هم خوشې شوي چې زیاتره یې د تایلېنډ هېواد دي.

تمه ده د ګل یا دوشنبې په ورځ به نور بندیان هم خوشې کړای شي خو لا هم به په غزه کې ۱۸۰ تنه برمته کسان پاتې وي.

اسرایلي چارواکو ویلي، دوی تیار دي چې شوی تړون اوږد کړي کچېرې هره ورځ د حماس لخوا لس لس نور بندیان خوشي کړای شي.

د حماس تر بند لاندې بشپړ انځور له دغه تړون څخه دمخه د یوې بلې ۸۵ کلنې خوشې کړای شوې مېرمنې یوچیود لېبسچیتز لخوا په ډاګه شو چې هغې وویل، هغه د غزې لاندې په تونلونو کې ساتل کېدله داسې تونلونه لکه د غڼو د جال په څېر.

هغې وویل، د حماس جنګیالیو "مونږ ته ویل چې دوی په قران ایمان لري او مونږ ته ضرر نه رسوي."

لېپشېتز وویل، له بندیانو سره ښه چلند کېده او دارو درمل هم ورکول کېده.

هغې دا هم ویل، چې ساتونکو هر څه پاک ساتل. بندیانو ته به په ورځ کې یو ځل خواړه ورکول کېدل چې په هغو کې به پنیر، بادرنګ او ډوډۍ وه او دا یې هم ویل چې جنګیالیو به هم همدا غذا خوړله.

ځینې لومړنۍ نښې ښيي چې اوسني خوشې شوي بندیان هم د ځمکې لاندې ساتل کېدل.

ایال نوري چې د ۷۲ کلنې ادینا موشي ورېره ده وايي، چې ادینا د جمعې په ورځ خوشې شوې او وايي، چې ترور یې باید لمر ته کړي ځکه هغه د اونیو لپاره په تیاره کې ساتل شوې وه.

هغې وویل، چې "ترور یې په بشپړه تیاره کې وه." او زیاته یې کړه، "هغې به سترګې ښکته نیولې وې ځکه هغه په تونل کې وه. هغه د ورځې له رڼا سره نه وه اشنا او د بند پر وخت هغه د باندې نړۍ څخه جلا شوې وه."

نوري ویلي، چې موشي تر وروستیو شېبو پورې نه پوهېدله چې هغه به خوشې کېږي.

هغې رسنیو ته دا هم ویلي، چې میړه یې د حماس لخوا وژل شوی او د ځوی کورنۍ یې د معجزې په څېر ژوندۍ پاتې شوې.

ډاکټرانو د خوشې کړای شویو خلکو د زهني ستونزو خبرداری ورکړی. اسرایلو نویو خوشې کړای شویو ته کونسلینګ او نورې مرستې برابرې کړي.

خو اکثره خوشې کړای شوي بندیان ښه فزیکي حالت لري او په نورماله توګه قدم وهي او خبرې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG