لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې په پوليو ساتونکو پوليسو باندې وسله وال بريد کې يو عسکر سخت ژوبل شوی


د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې نن سهار د پوليو ټيم په ساتنه مامورو پوليسو نامعلومو وسله والو بريد کړی، يو پوليس پکې سخت ژوبل شوی دی. پرون په باجوړ کې هم د پوليو په ټيم وسله وال بريد شوی خو چاوراکو ويلي کومه ژوبله پکې نه وه اوښتې.

د بنو پوليس وياند حنظله قرېشي نن د نهې/ سه شنبې په ورځ وي او اې ډيوه ته وويل، سهار وختي د پوليو ټيم په ساتنه مامورو دوو پوليسو د بسي خېل تاڼې په حدودو کې نامعلومو وسله والو بريد کړی يو پوليس پکې ژوبل شوی دی.

هغه وویل، ژوبل پوليس وروسته د درملنې دپاره پېښور ته منتقل کړی شوی دی.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په بنو کې په پوليسو د بريد زمه واري منلې او د دوو پوليس عسکرو د وژلو دعوه یې کړې ده.

د پوليسو وياند ويلي، په پوليسو د بريد وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې د لټون عمليات پېل کړی شوي او د پوليو کمپاين روان دی.

پاکستان کې پرون د ګل/ دوشنبې د ورځې څخه د پولیو ضد څاڅکو پينځه ورځنی او په ځينو ځايونو کې اووه ورځنی کمپاين پېل شوی، ویل شوي د 74 لکه نه زياتو ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

د خېبرپښتونخوا په ځينو ضلعو کې د پرون راهسې پېل شوي کمپاين کې او په ځينو کې به په دويم پړاو کې د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه خېبرپښتونخوا کې صوبايي اېمرجنسي اپرېشن سنټر (بېړني مرکز) ويلي، د پرون څخه پېل شوي کمپاين لومړۍ مرحله کې به په بنو، پېښور، مردان، کوهاټ، ملاکنډ او هزاره ډويژنو کې په ټولو ضلعو کې د پينځو کالو نه کم عمر 86لکه 18254 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

بېړني مرکز مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ویلي په دويم پړاو کې به د څلورم دسمبر نه ترې 11م پورې د شمالي وزیرستان د ميرعلي تحصيل په شپږو يونين کونسلو کې، د 11م نه تر 13م دسمبر پورې په کوز او بر جنوبي وزيرستان کې، او 18 نه تر 24م دسمبر پورې په ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، شمالي وزيرستان او ټانک کې د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پينځه پېښې مخې ته راغلي دي.

په یادو پېښو کې درې د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع او دوه د سيند صوبې په کراچۍ کې رپورټ شوي دي.

او پاکستان کې سږ کال په ماحولياتي نمونو کې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان، سيند او پنجاب صوبو څخه د پوليو 65 مثبتې نمونې معلومې شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG