د اوکراین پوځ د نهې/سه شنبې په ورځ ویلي چې روسي ځواکونو د شپې په وخت هوایي بریدونه ترسره کړي دي او یو میزایل د زاپوریژیا په سیمه کې لګیدلی دی.
د زاپوریژیا سیمې پوځي چارواکو په ټیلیګرام ویلي، چې د لومړنیو رپوټونو تر مخه دغه میزایل برید نه یو دوکان ویجاړ شوی او یو تن ژوبل شوی دی.
د اوکراین پوځ د نهې په ورځ په بیان کې ویلي چې د دوی هوایی دفاعي نظام د روسیې یوه بې پایلټه ډرون الوتکه تباه کړې ده.
د نېټو سیکرټري جنرل ینس سټولټنبرګ د سه شنبې په ورځ په برسلز کې ویلي چې په اوکراین کې د جنګ په لومړۍ کرښو ترڅنګ د اوکراین په ښارونو د روس بې پایلټه ډرون الوتکو د بریدونو له کبله سخته جګړه روانه ده.
سټولټنبرګ وویل په داسې حال کې چې په تیر کال کې د اوکراین په لومړۍ کرښه کې ډیر بدلون نه دی راغلی خو اوکرایني ځواکونو د روس پوځ ته درانه زیانونه اړولي دي.
سټولټنبرګ د نېټو د بهرنیو چارو وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې مخکې د نېټو له ایتلافیانو وغوښتل چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل هرڅومره چې اوکراین د جګړې په ډګر کې پیاوړی وي، هومره به یې دریځ له روس سره د خبرو اترو په میز کې مضبوط وي.
د روس دفاعي لګښتونه
د روس صدر ولادیمیر پوتین د ګل/ دوشنبې په ورځ د راتلونکو دریو کلونو لپاره قامي بجټ لاسلیک کړو چې شاوخوا 25 فیصدي لګښتونه زیاتوي او د رپوټونو له مخې په اوکراین کې د روس د جګړې لپاره خورا زیات رقم مختص کوي.
د روس 2024م کال بجت کې د بلینه یا ملیارد ډالرو د لګښتونو اټکل شوې چې د 9.5 بلینه ډالرو متوقع خساره یا کسر هم شامل دی.
څېړونکي وايي چې د بې زوزګارۍ ټیټه کچه، لوړ معاشونه او ځانګړې څانګو کې ټولنیز لګښتونه له وجې کریملېن کولی شي چې د خپلې بجټ ډېره برخه د پوځ لپاره استعمال کړي، خو په اوږد مهال کې ستونزه رامینځته کولې شي.
د روس د بجټ یوه برخه پټه ده ځکه چې کریملېن هڅه کوي خپل پوځي پلانونه پټ اوستي او په اوکراین کې د خپلو پوځي عملیاتو پلټنې غوښتنې نظرانداز کوي. خو د ازادو خبریالانو د ونیا ترمخه اټکل کیږي چې د ټولو مرکزي لګښتونو شاوخوا 39 فیصده به پوځ قانون نافذ کولو ادارو ته ځي.
Forum