لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوپېک پلس ویلي، برازیل د تېلو تولیدونکو له نړیوال ایتلاف سره یوځای کېږي


واشنګټن – د اوپېک د تېلو وزیرانو اعلان وکړ چې برازیل به د تېلو تولیدونکو هېوادونو له دغه بلاک سره په جنورۍ کې یوځای کېږي.

له دې سره به په نړۍ کې د تېلو په تولید کې په چټکۍ سره وده کونکی هېواد له دغه اتحاد سره یوځای شي.

اسوسېټېډ پریس خبر ورکړی چې دغه خبر د اوپېک لخوا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان شوی.

د نړیوالې انرژۍ اداره وايي، په امریکا او برازیل کې د خامو تېلو د تولید زیاتوالی د اوپېک لخوا په نړۍ کې د تېلو د سپلای د تنظیم هڅې زیانمنې کړې دي.‌

د برازیل د ولسمشر لویز اناسیو لولا دې سېلوا مطبوعاتي مسول هوزې کریسپېنیانو ویلي، دغه بلنه تر غور لاندې ده.‌

د اوپېک پلس غړي چې د اوپېک هېوادونه او د روس تر مشرۍ لاندې متحد تولیدونکي په دې کار کوي چې د تېلو بیې بېرته پورته کړي په داسې حال کې چې مارکېټ ته زیات تېل راغلي او اټکل کېږي چې په راتلونکي کال کې به ورته اړتیا یا تقاضا کمه شي.‌

تمه ده اوپېک به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دې کار وکړي چې نړۍ ته د اومه تېلو لېږل کم کړي، ځکه په دې وروستیو کې یې بیې کمې شوي که څه هم هغوی یې د پورته کولو کوښښ کوي.

په امریکا کې موټر چلونکو په دې وروستیو میاشتو کې خپلې موټرې په لږو پیسو له تېلو ډکولې نو د اپېک او اتحاد لخوا د بیو زیاتوالی به د هغوی لپاره یوه حساسه مسله وي.

که څه هم داسې وېرې وې چې د اسرایلو او حماس جګړه به د تېلو جریان اغېزمن کړي خو اوس دوی کوښښ کوي چې په دې توافق وکړي چې د تېلو تولید کم کړي.

اې پي لیکي، لویه پوښتنه دا ده چې ایا سعودي عرب او روسیه به په رضاکارانه ډول په ۲۰۲۴ کال کې په ترتیب سره په ورځ کې یو میلیون او درې لکه بېلره تولید کم کړي او که نه.

روس غواړي له تېلو څخه زیاتې پيسې ترلاسه کړي ځکه د لویدیځ له بندیزونو سره مخ دی او غواړي له انرژۍ څخه خپله ګټه په اوکراین کې په جګړې ولګوي.

د پیسو د مالي صندق د اټکل له مخې سعودي باید په یو بېرل باندې ۸۶ ډالره وګټي چې د خپلو لګښتونو هدفونو ته ورسېږي.‌

خو په دې وروستیو اونیو کې د خامو تېلو بیې په یو بېرل باندې د ۸۰ له سر څخه تر ۸۵ ډالرو پورې ښکته پاتې شوي.

د تېلو د بیو له کمېدو سره په امریکا کې د ګازو بیې هم د سپټمبر راهیسې ښکته دي.

په امریکا کې د تېلو تولید بیا په ریکارډ کچه زیات شوی په داسې حال کې چې د اوپېک لخوا یې د کمېدو هڅې کېږي.‌

د امریکا د انرژۍ د معلوماتو د ادارې له مخې، په اګسټ کې په امریکا کې په یوه ورځ کې د تېلو تولید ۱۳ میلیونو بیرلو ته رسېده چې دا د تېر کال په پرتله په همدې میاشت کې یو میلیون بیرله زیات دی.‌

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG