حماس د اسرایل سره جنګ بندۍ کې د يوې بلې ورځې په غځېدو د لسو نورو يرغملو کسانو د خوشې کولو او درې وژل شوو يرغمليانو د جسدونو ورکولو ويلي دي. او د دغې په بدل کې تمه کيږي اسرايل به نور بندي فلسطينيان ازاد کړي.
د جنګ بندۍ ختمېدو ته په نزدې کېدو او نوي تړون ته رسېدو سره، اسرایل د حماس لخوا د اتوو نورو يرغمل شوو او دوه اسرايلي روسيانو د خوشي کېدو وړانديز منلی وو.
وروسته حماس ویلي، لس نوي يرغملیان به خوشي کړي، په دوی کې دوه اسرايلي مېرمنې هم شاملې وې او د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په غزه ښار کې رېډ کراس ته حواله کړی شوي دي.
او د اسرایل دفاعي ځواکونو ويلي، د مينځګړو د هڅو په رڼا کې چې د تړون د شرطونو سره سم يرغمليان خوشي کيږي، جنګ بندي به روانه وي.
د رپورټونو ترمخه اسرايل د حماس لخوا د يوې ورځې په جنګ بندۍ کې د يرغمليانو په لومړي فهرست ناخوښي ښکاره کړې وه.
حماس ویلي، اسرايل د اووه ښځو او ماشومانو او درې جسدونو چې د اسرایل په بمبارۍ کې وژل شوي، وړانديز رد کړی وو. حماس په يو بيان کې ویلي يواځې دغه لس ښځې او ماشومان یې په قبضه کې وو.
د رپورټونو ترمخه په ظاهره د حماس په بند کې زياتره ښځې او ماشومان خوشي شوي دي.
خو ويل کيږي که د زيارت/پنجشنبې د ورځې وروسته جنګ بندي غځيږي، د حماس لخوا د نيول شوو اسرايلي پوځيانو او نارينه و او اسرايل په بند کې د فلسطينيانو جنګيالو د خوشي کولو دپاره مذاکرات مشکل ګرځېدی شي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په تل ابيب کې د اسرايل د صدر اسحاق هرزوګ سره ليدلي او ویلي يې دي، امريکا باور لري چې جنګ بندي نتيجې ورکوي، پکار ده چې جاري وي.
بلينکن ویلي، په تېره اوونۍ کې مونږ مثبت پرمختګونه وليدل چې يرغمل کورونو ته راځي د خپلو کورنيو سره يو ځای کیږي، بايد دا نن دوام ولري. او جنګ بندۍ په غزه کې معصومه خلکو ته بشري مرستې سېوا کړي څوک چې ورته سخت ضرورت لري.
هرزوګ په یو بيان کې ویلي، د زيارت په سهار يروشلم کې دوه فلسطيني وسله والو ډزې کړي لږ تر لږه درې تنه یې وژلي او څو نور یې ژوبل کړي، دا د نه ختمېدونکې جګړې يوه بېلګه يا مثال دی، ځکه اسرايل د ترهګرو ډلو پرضد جنګيي په ځانګړي ډول د حماس پرضد، دا ډېر پېچلې او مشکل وخت دی.
د اسرايل ښي اړخه د ملي امنیت وزیر اتامار بن ګوير د حملې په ځای ویلي، دا پېښه يو ځل بيا ثاتبوي چې مونږ کمزوري ښکاره نه کړو، مونږ بايد د حماس سره يواځې د ټوپک او جنګ د لارې خبره وکړو.
حماس ویلي، حمله کوونکي چې اسرایلي چارواکو وژلي دواړه د دوی غړي وو او دا د قبضه شوو د بې مثاله جرجونو دپاره طبيعي غبرګون وو، خو حماس په رسمي ډول د بريد د لارښوونې کولو دعوه نه ده کړې.
د اسرایل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو هم د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتنی بلینکن سره ليدلي او ويلي يې دي چې د زيارت د ورځې بريدګر د هاغه حماس استازيتوب کوي چې د اکتوبر په اوومه یې وحشتناکه ډله ييزه وژنې کړې او دا هماغه حماس چې هر ځای زمونږ د وژلو هڅه کوي.
نېتن ياهو ويلي، مونږ قسم کړی، ما قسم کړی چې حماس به ختموو، يو څيز مونږ نه شي ودرولی، مونږ به دا جګړه تر هغې جاري ساتو څو مو خپل درې اهداف نه وي ترلاسه کړي، چې خپل ټول يرغماليان راخوشي کړو، حماس په بشپړ ډول تباه کړو، او دا يقيني کړو چې غزه به دوی بيا دغه ډول خطره نه جوړيږي.
نوموړي د دواړو فلسطينيانو وسله والو د کورونو بندولو او ورانولو حکم کړی.
وروسته د زیارت په ورځ خبري غونډې ته د امریکې د بهرنيو چارو وزیر ویلي، په غزه د حماس نور کنټرول نه شي پاتې کېدی، او دا وړتيا نه لري چې دغه ډول وژنې بيا تکرار کړي، او دا نن سهار په يروشلم کې په بس سټاف انتظار کوونکو خلکو باندې د ترهګر برید څخه څرګنده شوه، چې درې اسرايلې ملکی وګړي یې ووژل او او د دوو امریکايانو په ګډون یې شپږ نور ژوبل کړل. حماس د بريد زمه واري منلې او بريد کوونکو ته یې اتلان ویلي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، بلينکن د نېتن ياهو سره په خبرو کې ويلي اسرايل د حماس د بريدونو په وړاندې د دفاع حق لري او امریکا يې د ملاتړ تاييد کوي، خو نوموړي په اسرایل غږ کړی پوره ممکنه اقدامات دې وکړي چې ملکي وګړي د تاوان څخه بچ کړي.
بلينکن وروسته د فلسطيني ادارې د صدر محمود عباس سره په رام الله ښار کې لیدلي، په لويدیځه غاړه کې د فلسطينیانو دا منيت او ازادۍ ښه کولو دپاره په بيړني اقداماتو خبرې کړي دي.
قطر او مصر د اسرايل او حماس ترمنځ په جنګ بندۍ کې مهم رول لوبولی دی، مصر ويلي دواړه عرب هېوادونه اوس هڅه کوي چې جنګ بندي د زيارت د ورځې وروسته د نورو دوو ورځو دپاره وغځوي.
د رپورټونو ترمخه تراوسه پورې د شپږو ورځو په جنګ بندۍ کې 97 يرغمل شوي خوشي کړی شوي چې 70 پکې اسرایلي ښځې او ماشومان دي او د دوی د هر يو په بدل کې اسرايل درې فلسطيني ښځې او د 18 کالو نه د کم عمر ماشومان پرېښودي دي، په يرغمل شوو خوشي شوو کې 27 غېر ملکيان دي د دوی د حکومتونو سره د تړون وروسته دوی خوشي کړل شوي دي.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کې 240 کسان يرغمل کړي او د اسرايل په وينا جنوبي اسرايل کې یې 1200 تنه وژلي وو.
د حماس د بريد په ځواب کې اسرايل په غزه هوايي بمباري او ځمکني عمليات پېل کړي د لسګونو په شمېره کې ودانۍ غورځولي، او د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، په بمبارۍ او عملياتو کې د 15000 نه زيات خلک وژل شوي او 6500 بې درکه دي کوم چې په ممکنه توګه د ملبې لاندې دي.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)
Forum