د نیپال په یو کلي کې ځایي چارواکو د شورو/چهارشنبې په ورځ په لومړي ځل د هغه ملک په تاریخ کې د همجنسو یو واده رېجسټر کړ. چارواکو او فعالانو دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې پېنځه میاشتې وړاندې د نیپال سپریم کورټ یو موقتي حکم جاري کړ او د نیپال په قدامت پسنده ملک کې یې د دغسې ودونو دپاره لاره هواره کړله.
یو چارواکي ویلي، د ۳۶ کلن رام بهادر (مایا) ګورنګ، چې نارینه پیدا شوی و خو پېژندګلو یې د ښځې په حیث ده، او د ۲۶ کلن سورېندرا پانډې چې نارینه پیدا شوی او نارینه یې پېژندګلو ده، واده یې د نیپال په لویديځ کې د لومجانګ ضلعې په ډورډي کلي کې په رسمي توګه رېجسټر شو.
پانډې د ټلیفون د لارې په یوه مرکه کې ویلي، "مونږ دواړه ډېر خوشحاله یو. زمونږ په شان، زمونږ په معاشره کې ټول نور هم خوشحاله دي."
دغه جوړه د تېرو نهو کلونو راهېسي په رابطه کې و، او په ۲۰۱۶ کال کې یې په پایتخت کټمندو کې په هندو رسوماتو سره واده کړی و، خو په سرکاري توګه یې واده نه و رېجسټر شوی.
د ډورډي علاقې د بلدیاتي ادارې مشر هېم راج کفلې وویل: "مونږ د سپریم کورټ د حکم په نظر کې نیولو او د اړونده حکومتي چارواکو د هدایاتو مطابق، ددغه واده د رېجسټرېشن سرټیفېکټ جاري کړ."
په جون میاشت کې د نیپال سپریم کورټ یو موقتي حکم جاري کړ او ترمخې یې د همجنسانو د هغو ودونو رېجسټریشن ته اجازت وکړ چې حتمي فیصلې ته منتظره و.
په نيپال کې د همجنس بازانو د حقونو د یو مخکښ تنظیم، بلو ډایمنډ سوسائټي بنسټګر سونیل بابو پانټ وویل، دا د همجنس بازانو او د جنسیتي اقلیتونو دپاره چې د ډېرې مودې راهېسي، د خپلو ودونو د رېجسټرېشن په شمول د برابرو حقونو مطالبه کوي، یوه کامیابي ده.
پانټ چې پخپله یې پخوا فلمونه جوړول، دا یادونه وکړه چې دغه رېجسټرېشن په جنوبي ایشیا کې اولنی رېجسټرېشن دی، وویل: "دا تاریخي دی. دا به هغوی ته لاره هواره کړي چې مشترکه بنک کاتې پرانېزي، او د نورو جوړو په شان مشترک مشترک جایدادونه ولري."
په ایشیا کې معاشرې اکثرآ ډېر قدامت پسنده پاته دي او ټایوان یوازینی ځای دی چې هلته د همجنسانو ودونه قانوني حیثیت لري.
نیپال اکثریته هندو مذهبه وګړي لري، او د مائویستانو د یوې لسیزې پاڅون وروستو چې په ۲۰۰۶ کې ختم شو، هغه ملک په زیاتېدونکې توګه ترقي پسنده شوی دی.
د مائویستانو یوه لویه مطالبه دا وه چې نیپال کې دې هندوشاهي ختمه کړی شي، او دوه کاله پس یې سیاسي پارټیانو د ۲۳۹ کلنې هندوشاهۍ ختمېدو ته رایه ورکړله.
Forum