لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حماس اؤ اسرایل اوربند ختم شو، پر غزې د اسرایل په تازه بمبارۍ کې 32 تنه وژل شوي


د لنډمهاله اوربند له پای ته رسېدو وروسته د اسرایل او حماس ترمنځ د تازه جګړو راپورونه ورکړل شوي دي. له ډزبندۍ ختمېدو څو ساعته وروسته په غزه کې د روغتیا وزارت وایي د اسرایل په تازه بمبارۍ کې 32 تنه وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دواړو خواؤ ترمنځ اوربند د جمعې په ورځ پر ځايي وخت د سهار په اوو بجو پای ته رسېدلی او هېڅ لوري د اوربند د غځولو اعلان نه دی کړی.

اسرایل تور لګوي چې د اوربند پای ته تر رسېدو لږ مخکې له غزې څخه د اسرایل پر لور توغندي توغول شوي وو چې په هوا کې له منځه وړل شوي دي.

د اسرایل پوځ ویلي دي چې د اوربند د پای ته رسیدو نه څو دقیقې مخکې غزې ته نزدې د اسرایل په سیمو کې بیا د خطرې جرس یا الارم اوریدل شوی دی.

دفلسطيني وسله والې ډلې حماس په سمدستي توګه په اسرايل دراکټو دتوغولو په اړه څه نه دي ويلي. خو د حماس اړوند د رسنیو د راپورونو له مخې، د غزې په شمال کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د اسرایل او حماس تر منځ له یوې نیمې میاشتې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د نومبر په ۲۴ مه لنډمهاله اوربند شوی ؤ چې دوه ځله پکې بیا پراختیا راوستل شوې وه.
حماس د امریکې او مصر په منځګړیتوب د لنډمهاله اوربند په ترڅ کې ټول 105 یرغمالان خوشې کړي، چې په بدل کې یې اسرایل 240 فلسطیني بندیان له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.

د موافقې له مخې د اوربند پر مهال غزې ته بشري مرستې او د سوځولو مواد هم رسول شوي دي.

وسله والې ډلې حماس د اکتوبر په اوومه پر اسرايل بريد کړی ؤ چې د اسرايلي چارواکو په وينا ١٢٠٠ کسان پکې وژل شوي وؤ او ٢٤٠ نور حماس یرغمل کړي اؤ دځان سره یې بوتلي وؤ.

د حماس د واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اسرایل په ځوابي بریدونو کې تر ۱۵ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د هوکړې له مخې د حماس له خوا په خوشې شویو یرغمل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، په داسې حال کې چې یو شمېر اسرایلي پوځیان د حماس په بند کې دي.

(په دې خبر کې شامل معلومات د رویټرز خبري اژانس څخه اخیستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG