لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آی سي سي څارنوال وايي، اسرایل باید د نړیوال قانون درناوی وکړي


د آی سي سي د څارنوال کریم خان انځور چې په د ډیسمبر په دریمه نېټه په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې د هغه له خپرې شوې ویډیو څخه اخېستل شوی.
د آی سي سي د څارنوال کریم خان انځور چې په د ډیسمبر په دریمه نېټه په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې د هغه له خپرې شوې ویډیو څخه اخېستل شوی.

واشنګټن – د جرمونو د نړیوالې محمې یا انټرنشنل کرېمنل کورت څارنوال د اتوار یا یکشنبې په ورځ په اسرایلو غږ وکړ چې د جګړې د نړیوالو قوانینو درناوی دې وکړي.

هغه وویل، په مقبوضه لویدیځه غاړه (ویسټ بېنک) کې یې د فلسطینیانو پرضد د اسرایلي استوګنو د تاوتریخوالي په اړه خپلې پلټنې زیاتې کړي.

د آی سي سي څارنوال کریم خان له اسرایلو څخه د څلور ورځني سفر او په لویدیځه غاړه کې له فلسطینیانو سره تر لیدنې وروسته په یو ویډیو پیغام کې وویل،

"په غزه کې دې ته دلیل نشته چې ډاکټران له برېښنا پرته عملیاتونه کوي او ماشومان پکې له بې هوښې پرته عملیات کېږي. تاسو دې درد ته سوچ وکړئ."

خان وویل، "دا ښکاره ده چې دا هغه وخت دی چې په نړیوال قانون باید عمل وشي. که اسرایل پرې اوس عمل ونه کړي نو وروسته دې بیا شکایت نه کوي."

اسرایلو هوډ کړی چې حماس به ورکوي او وايي، په غزه کې یې هدف دا دی چې د حماس ټول اهداف له منځه یوسي او له ملکیانو څخه یې غوښتي چې له دغو سیمو څخه ووځي.

په ورته وخت کې ایران پلوې حماس سوګند کړی چې اسرایل به له منځه وړي.

خان همدارنګه په حماس غږ کړی چې د جګړې د اصولو دې درناوی وکړي او له هغو بشري مرستو دې ناوړه کار وا نه خلي کوم چې د غزې پټۍ ته راوړل کېږي.‌

"ملکیان باید لومړنیو خواړو، اوبو او اړینو طبي مرستو ته لاس رسی ولري، بې له دې چې نور وځنډول شي او باید په اندازه او دوامداره توګه ورسېږي."

د آی سي سي څارنوال وايي، د حماس لخوا د اکټوبر په اومه نېټه ترسره شوي ظلمونه "تر ټولو ناوړه نړیوال جرمونه دي چې بشريت یې هک حیران کړی."

هغه زیاتوي، چې محکمې یې لا له مخکې څخه له اسرایلو په دې اړه پلټنو او د مسولو کسانو د محاکمې په برخه کې مرسته کړې.

په ورته وخت کې هغه وویل، چې په لویدیځه غاړه کې د اسرایلو استوګنو لخوا تاوتریخوالی هم "د منلو نه دی" او بې له سزا ورکولو به پاتې نه شي.

هغه د لویدیځې غاړې د حالاتو په اړه وویل، "مونږ پلټنې کوو او مونږ خپلې پلټنې زیاتوو."

هغه زیاتوي، "هیڅ اسرایلې استوګن باید داسې نظر او وسله و نه لري چې فکر وکړي دا د فلسطینیان پرضد یو خلاص سیزن دی."

اسرایل په هېګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې غړی نه دی او نه یې هم تر سیوري لاندې راځي.

خو خان په اکټوبر کې په ټینګار سره ویلي و چې په اسرایلو کې د حماس جنګي جرمونه او په غزې پټۍ کې د اسرایلو جنګي جرمونه د هغه د محکمې تر واک لاندې راځي."

آی سي سي د ۲۰۲۱ کال راهیسې په مقبوضه فلسطیني سیمو باندې د ممکنه جنګي جرمونو او د بشریت پرضد جرمونو په اړه خپلې پلټنې جاري ساتلي.

اسرایل وايي، حماس د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې خپل برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ یې له ځانه سره وتښتول.

د دې په غبرګون کې اسرایلو په غزه باندې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا تر ۱۵۰۰۰ زیات فلسطینیان پکې تر اوسه وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG