لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وایي طالبان باید د بشپړو سفارتي‌ اړیکو لپاره په حکومت کې اصلاحات وکړي


چین وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت به په سفارتي توګه د بشپړې قانوني پېژندنې لپاره په خپل حکومت کې سیاسي اصلاحاتو، د امنیت ښه کولو او له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو سمولو ته اړتیا لري.

چین یواځینی هېواد دی چې خپل سفیر یې په روان کال کې افغانستان ته واستاوه او طالبانو هم بېجینګ ته خپل سفیر لېږلی خو د طالبانو حکومت یې په قانوني‌ توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند وانګ وېنبین څخه د سه شنبې- نهې په ورځ په خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا چین به اوس د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، هغه یې په جواب کې وویل:

"چین تل په دې باور دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې جلا نه کړل شي".

وانګ ونبین وویل، چین هیله لري چې افغانستان به د نړیوالې ټولنې هیلو ته ځواب ووایي، "یو پرانیستی او ټول شموله سیاسي حکومت به جوړ کړي، معتدله او دوامداره کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ به عملي کړي".

طالبانو لا د چین د بهرنیو چارو وزارت دې غوښتنې او تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د دسمبر په لومړۍ نېټه یې‌ اعلان کړی وو چې چین په رسمي ډول په بيجېنګ کې د طالبانو سفیر ومنلو او دا یې د دواړو ملکونو په زیاتېدونکو اړیکو کې "اهم باب" بللی وو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، چین له کابله غوښتي چې د هر ډول ترهګرو ډلو په ضد په کلکه مبارزه وکړي:

"د نړۍ له ټولو هیوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هیوادونو سره په همغږۍ کې ژوند وکړي او ژر تر ژره له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي".

وانګ وېنبین وایي څنګه چې یې له ټولو خواوو د طالبانو د حکومت په اړه د اندېښنو قوي غبرګونونه تر لاسه کړي نو په طبیعي توګه به د دوی د حکومت د سفارتي پېژندنې موضوع را مخې ته کېږي.

طالبانو د 2021م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته واک تر لاسه کړی او حکومت یې لا هیڅ کوم هېواد په رسميت نه دی پیژندلی، خو کابل او بیجینګ په خپلو کې سفارتي اړیکې ساتلې دي.

د طالبان خارجه وزارت د دسمبر په لومړۍ نېټه په یو بیان کې ویلي وو، د چین د خارجه وزارت د پروټوکول څانګې مشر هونګ لي د طالبانو د سفیر په حېث د اسدالله بلال کریمي نه سفارتي دستاوېزات واخیستل.

وزارت ویلي‌ وو، له بلال کریمي سره په ملاقات کې هونګ لي وویل چین د افغانستان د ملي خپلواکۍ او د افغان ولس د فېصلو احترام کوي او نه یې اوس او نه یې په تېر وخت کې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت کړی دی.

تر دې وړاندې د چین سفیر شاو شینګ هم روان کال په افغانستان کې په رسمي‌ توګه خپل کار پیل کړی او په تېره ستمبر میاشت کې یې خپل سفارتي اسناد د طالبانو د حکومت رییس الوزراء یا وزیراعظم ملا محمد حسن اخوند ته سپارلي وو.

طالبانو ژمنه کړې هیچا ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په خلاف وکاروي او په بدل کې يې چين د بيارغونې لپاره د اقتصادي ملاتړ او پانګونې وړانديز کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت روان کال د افغانستان په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو د خپلواکو انتخابونو، مذهبي عقایدو او ملي دودونو ته درناوی لري.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG