د امریکې د بهرنیو چارو محکمې د نهې-سه شبنې په ورځ یو بیان کې ویلي دي چې په لویدیځه غاړه کې د افراطي یهودي اباد کارانو له لوري د فلسطینیانو پرضد د تشدد په کارروایو کوونکو به د وېزې بندیزونه لګولی شي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلېنکن د دې اقدام اعلان په داسې وخت کې کړی دی چې تېره اوونۍ دې لړ کې د باییډن انتظامیې اسرایل ته خبرداری ورکړی ؤ چې امریکا به ددې بریدونو پرضد اقدام وکړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په خپل اعلان کې د انفرادي ویزې د بندیزونو جزیات څرګند نه کړل خو د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر خبریالانو ته وویل چې په لسګونو یهودانو او د هغوی د کورنیو پر ضد به د بندیزونو لړۍ د سه شنبې په ورځ پیل شي.
هغه زیاته کړه، که په لویدیځه غاړه کې د یهودانو له خوا تاوتریخوالی دوام ومومي، ممکن نور بندیزونه هم ولګول شي. خو نوموړي په دې اړه د دغو کسانو د نومونو اؤ شمېرې له ښودلو ډډه وکړه.
د ای پي خبري اژانس له مخې دا فیصله د امرېکې اؤ اسرایل د اړیکو په داسې مهم پړاؤ کې مخې ته راغلې ده چې د اووم اکتوبر نه د حماس اؤ اسرایل د جګړې پېل کېدو راهسې امریکا پرله پسې د د اسرایل ملاتړ ته دوام ورکړی دی اؤ د نړۍ دننه د اسرایل پرضد نېوکو کې اضافه لیدل کیږي.
د ای پی له مخې، په واشنګټن ډي سي کې د اسرایل سفارت د دې خبر په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې، واشنګټن پر اسرایل فشار راوړی چې په غزه کې په روانو بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه محدوده کړي.
که څه هم امريکا په ښکاره د اسرایل پر کاروایۍ ډاګیزه نيوکه نه ده کړې، خو امريکا په لويديځه غاړه کې د یهودي اباد کارانو له لوري د مخ په زياتيدونکي تاوتريخوالي مخنیوي کې د اسرایل پر ناکامۍ نيوکه کړې او امريکا پرله پسې له اسرايل څخه غوښتي چې د دغو کړنو مخه ونيسي.
په یوه بیان کې بلېنکن وویل، "موږ د اسرایل په حکومت ټینګار وکړ چې د هغو افراطي اباد کارانو په وړاندې نور اقدامات وکړي چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په وړاندې تاوتریخوالی ترسره کوي." لکه څنګه چې ولسمشر بایډن په وار وار ویلي، دا بریدونه د منلو وړ ندي‘‘
د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تماسونو دفتر په یوه بیان کې ویلي وؤ د اووم اکتوبر له بریدونو وروسته په لویدیځه غاړه کې تر اوسه لږ تر لږه اته فلسطنیان د یهودي اباد کارانو په مټ وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو ایجنسۍ ویلي تر اوسه هغوي داسې ۳۱۴ بریدونه ریکارډ کړي دي چې پکې د اباد کارانو په لاس فلسطنیانو ته ځاني اؤ مالي زیانونه اړول شوي دي.
په دې بریدونو کې یهودي اباد کارانو چرته ډزې کړې دي اؤ په نیمایي بریدونو کې ورته د اسرایلي قانون پځای کوونکو ادارو ملاتړ ترلاسه ؤ.
بلېنکن پخپل بیان کې ویلي دي "نن خارجه محکمه د ویزو د بندیز یوه نوې پالیسي مخې ته راوړي چې پکې به هغه کسان هدف ګرځول کیږي چې په اړه یې باور کیږي هغوي لویدیځه غاړه کې امن اؤ ثبات ته د زیان رسولو لامل شوي اؤ په دې کې د تشدد نه ډکې کارروایۍ اؤ اسې اقدامات هم شامل چې له مخې یې په وګړو د ژوند د ضرورت شیانو ته د لاس رسي بې ځایه بندیزونه لګول شوي دي"
د خارجه وزیر وینا وه چې امریکا به لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو خلاف د یهودي اباد کارانو د تشدد نه په ډکو کارروایو اؤ په فلسطینیانو د اسرایلي وګړو د بریدونو د جواب اخستو هڅې ته دوام ورکوي.
په غزه کې د روانې شخړې له امله په لویدیځه غاړه کې د فریقینو ترمنځ تاو تریخوالي تر ډيره حده لوړ شوی دی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ویلي په اسرایل اؤ فلسطیني واکمنۍ دواړو لویدیځه غاړه کې د ثبات ساتنې ذمه واري عاید کیږي.
هغه ویلي چې لویدیځه غاړه کې بې ثباتي د اسرایلي اؤ فلسطیني ولس ژوند په خطر کې اچولی شي اؤ دا د اسرایلو د قامي سلامتۍ لپاره هم یو خطرناک عمل دی.
د نهې په ورځ دا ګام به داسې موقعه مخې ته راغلی دی چې یوازې یوه میاشت وړاندې اسرایل د امریکې د "ویزه وې ور" پروګرام برخه جوړه کړی شوې وه.
ددې پروګرام په اساس اسرایلي وګړي امریکې ته پرته له کومې ویزې ننوتلی شي.
د ای پي خبري اژانس له مخې کوم کسان چې به د دې پالیسۍ په اساس په نښه کولی شي هغوي به د دې پروګرام برخه نه وی اؤ کومو خلکو ته چې له وړاندې ویزې ورکړل شوي د هغوي ویزې به منسوخولی شي.
(د دې رپورټ مواد د ایسوسي ایټيډ پریس نه اخستل شوي دي)
Forum