واشنګټن – یو پاکستاني ډېپلوماټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، دوه میاشتې مخکې د حکومت د دې اعلان راهیسې چې بې اسناده بهرنیان به له هېواده شړي، نېږدې ۴۵۰۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
افغانستان ته د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دغه شمېر په پلازمېنه اسلام اباد کې یوه سیمینار ته د وینا پر وخت شریک کړی دی.
دراني دغه څرګندونې په داسې ورځ کړي چې ملګروملتونو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې له پاکستان څخه وېستل کېدونکي افغانان په خپل بحران ځپلي او غریبۍ وهلي هېواد کې له یو "ناڅرګند او نا امن راتلونکي سره مخ دي."
د پاکستان حکومت ویلي، دوی غواړي هغه کابو ۱.۷ میلیونه افغانان وباسي چې د ویزو وخت یې پای ته رسېدلی او یا په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.
دراني ټینګار وکړ، "له هغو چې غوښتل شوي چې لاړ شي هغه دلته غیر قانوني کډوال دي. دوی د کډوالۍ اسناد نه لري." او زیاته یې کړه، "نو ځکه تقریبا ۴۵۰۰۰۰ افغانان ولاړل. دوی پوهېدل چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه پراته وو."
په هغو افغانانو کې چې له پاکستان څخه د وېستل کېدو په کمپاین کې راغلي، هغه اوه لکه افغانان هم وو چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه پاکستان ته کډه شوي وو.
خو دراني یو ځل بیا وویل، چې هغه ۲.۳ میلیونه اسناد لرونکي افغانان چې ۱.۴ میلیونه یې د قانوني کډوالو حیثیت لري له هغو نه دي غوښتل شوي چې له پاکستان څخه ووځي.
دراني دې ته د "قانوني ویستلو" نوم ورکړی او په دې اړه یې د نړیوالو نیوکې رد کړي او ویلي یې دي، چې په ټوله نړۍ کې هغه بهرنیان چې د کډوالۍ له قوانینو څخه تېری کوي ویستل کېږي.
"دا (ویستل) هلته په اروپا او نورو ځایونو کې قانوني دي خو په پاکستان کې قانوني کېدای نشي."
هغه وویل، "زه فکر کوم چې مونږ باید دا سوه تفاهم لېرې کړو."
خو له پاکستان څخه ګڼو وېستل شویو افغان کډوالو د ډیوې خبریالانو ته په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره خپل قانوني اسناد هم ښودلي او ګڼو یې له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د پاکستان پولیسو د هغوی اسناد د هغوی د نیولو پر وخت له منځه وړي.
واشنګتن په اسلام اباد باندې فشار راوړی چې د هغو ۲۵۰۰۰ افغانانو د ویستل کېدو مخه دې ونیسي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده تښتېدلي دي او کېدای شي په امریکا او یا کوم بل هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني چارې یې بشپړې شي.
Forum