لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په ډېره اسماعيل خان کې د يو "مهم ترهګر" وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډیره اسمعاعیل خان کې یې د ترهګرو پر ضد د استخباراتي مالوماتو په اساس عملیات کړي، د یو "مهم ترهګر حبیب الله" د وژلو دعوه یې کړې ده.

‎پوځ ویلي امنیتي ځواکونو دا عملیات د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس کړي دي.

‎پوځ ویلي، اطلاع ورته ترلاسه شوې وه چې په سیمه کې ترهګر موجود دي او د دغه اطلاع په بنیاد یې د ترهګرو ځاله معلومه کړه او د هغوي پر ضد یې کامياب عملیات کړي دي.

‎پوځ دعوه کړې په دې عملیاتو کې "د ترهګرې ډلې یو مهم کمانډر حبیب الله" وژل شوی دی.

‎پوځ پخپل بیان کې حبیب الله د لوړ هدف د "ترهګر" په نوم یاد کړی دی او ویلي یې دي چې قانون نافذونکې ادارې د ډېر وخت راهسې په هغه پسې ګرځېدلې.

‎بیان کې ویل شوي چې وژل شوی ترهګر د ورانکارۍ په یو شمېر پېښو کې ککړ وو او وایي د هغوي د ولکې نه امنیتي ځواکونو ته وسلې ا, چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

‎له دې وړاندې په پينځم دسمبر د پاکستان پوځ ویلي وو د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې وسله والو سره جګړه کې یو عسکر وژل شوی وو.

تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې وه.

‎په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګرو لخوا شوو بریدونو کې ګڼ شمېر عسکر او ملکي وګړي وژل شوي چې دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) ويلي، پاکستان کې د نومبر په میاشت کې د رياست مخالفه تشدد پېښې 34 فيصده سېوا شوي، په 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنيتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون 83 تنه وژل شوي دي.

پيکس د نومبر د میاشتې په حواله خپور کړي تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د نومبر نه وړاندې دوه میاشتې وسله وال فعاليتونه کم وو خو د نومبر په میاشت کې بيا سېوا شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي د ناامنۍ په پېښو کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې ده.

د پيکس د رپورټ ترمخه، د نومبر په میاشت کې په ملک کې په ترسره شوو 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنیتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون ټول 83 کسان وژل شوي او د 53 ملکي وګړو او 36 امنيتي اهلکارو په ګډون 89 کسان ژوبل شوي وو.

ويل شوي، د امنیتي ځواکونو په عملياتو کې لږ تر لږه 59 وسله وال وژل شوي او 18 مشکوک وسله وال نيول شوي دي.

د نومبر په 26مه د بنو په بکاخېل سیمه کې په موټر سایکل ناست یو ځانمرګي د امنیتي ځواکونو د کاروان ترڅنګ ځان ته چاودنه ورکړې وه. په دغه چاودنه کې دپوځ د وینا له مخې دوه ولسي وګړي وژل شوي او درې پوځيان او درې ملکي وګړي ټپيان شوي وو.

هغه وخت د پاکستان دخارجه چارو دفتر ویاندې ویلي وو چې د ټي ټي د وسله والو یوې ډلې چې د حافظ ګل بهادر ډلې په نوم یادیږي د دغه بريد ذمه واري قبوله کړې ده.

پاکستان په دې وروستیو کې پرله پسې تورونه لګوي چې د پاکستان دننه د کېدونکې ترهګرۍ پلانونه په افغانستان کې پټ د ټي ټي پي ترهګر تیاروي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي دا تورونه ردوي او وایي دوي د افغانستان خاوره د هیچا پرضد کارروایۍ له نه ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG