اسرايل نن د جمعې په سهار په غزه ښار کې عمليات کړي، په غزه کې د صحت وزارت ويلي 40 تنه پکې وژل شوي دی. تمه ده په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره د ملګرو ملتونو امنيتي غونډه نن وشي.
د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه، د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرایل پوځ د غزه ښار نه علاوه د جمعې په ورځ د خان يونس په جباليه کې هم حملې کړي دي او د اسرايل په عملياتو کې د ګڼو خلکو د وژلو خبر دی.
اسرايل او حماس دواړو ويلي، په تېر دوه شوا روز کې سخته جګړه شوې او جګړه په ښاري علاقو کې روانه ده.
ويل شوي د دواړو خواو ترمنځ د غزې په شمال کې د جباليه کډوالو کېمپ او جنوبي غزې په خان یونس کې سختې جګړې شوي دي.
د رپورټونو ترمخه نن د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غونډه کيږي او تمه څرګنده شوې په غونډه کې به د غزه د جنګ بندۍ دپاره د متحده عرب اماراتو په قرارداد رای شماري وشي.
اې اېف پي ویلي، متحده عرب اماراتو په قرارداد کې د غزې حالاتو ته ويجاړونکي ويلي او په بشري بنيادونو یې د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه کړې ده.
ويل شوي د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش نن د شورو/ چارشنبې په ورځ امنيتي شورا ته په يو خط کې د غزې د حالاتو د جاج اخستو ټينګار کړی دی.
انتونيو ګوټېرش د ملګرو ملتونو د چارټر 99مه ماده کارولې او يو بيان کې یې ويلي په لومړي ځل د سيکرټري جنرل په حېث دغه ماده کاروي او په امنيتي شورا ټينګار کوي په غزه کې د جګړې له امله د غټې تباهۍ د مخنيوي دپاره دې کردار ادا کړي.
اسرایل په حماس تور لګوي وسله وال یې په روغتونونو او نورو ملکي وګړو په ځايونو کې پټ شوي خلک دې ته هڅوي چې د هوايي حملو نه وړاندې د اسرایل خبرداري ته توجه نه ورکوي او په داسې کولو دغه خلک د ډهال په توګه کاروي. خو حماس دغه تور ردوي.
اسرایل وروسته له هغې د حماس ختمولو دپاره کمپاين پېل کړی چې په اووم اکتوبر په غزه کنټرول لرونکې ډلې حماس جنګیالي جنوبي اسرایل ته ننوتي او 1200 کسان یې وژلي او 240 یې يرغمل کړي وو.
د صحت د وزارت ترمخه د اسرایل په عملياتو کې په غزه کې د 17000 نه زیات کسان وژل شوي 70 فيصده یې ښځې او ماشومان دي.
(د دې خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي)
Forum